Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استانبول کې د «افغانستان د راتلونکي فکري مجمع» اتمه غونډه ترسره شوه

د دوحې د انسټېټیوټ د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز رییس سلطان برکات ویلي چې د افغانستان د راتلوونکي فکري مجمع اتمه غونډه د ترکیې په استانبول کې ترسره شوه.

هغه پر خ اېکس پاڼه لیکلي دي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د معلوماتو پر وړاندې کېدو سربېره،طبیعي پېښو ته د وروستیو غبرګونونو، له پاکستان او ایرانه د افغانانو د جبري راستنولو او پر روغتیایي مسایلو د ښځو د شرایطو د اغېزو په تړاو بحث شوی دی.

سلطان برکات پر اېکس پاڼه لیکلي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک په وسیله له خپلواکې ارزونې سربېره به ګډونوال د طبیعي پیښو پر وړاندې د غبرګونونو، له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو او پر روغتیایي مسایلو د ښځو د وضعیت د اغېزو په تړاو خبرې وکړي.»

اسلامي امارت د افغانستان د راتلونکي په تړاو د اتمې فکري غونډې له جوړېدو سره سم وايي، چې په دې غونډو کې باید د هېواد واقعیتونه په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له خوا پورته شوي مثبت ګامونه په پام کې ونیول شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې باید په امنیتي برخو، په بېلابېلو خدماتي برخو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخو کې د اسلامي امارت ملاتړ وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هغه پرمختګونه چې له امنیتي پلوه دي، د خدمتونو د وړاندې کولو له امله دي، د ستونزو او طبیعي افاتو له امله دي، دا باید په پام کې ونیول شي. د افغانستا د اسلامي امارت ملاتړ دې وشي چې پرمختګ وکړای شي خلکو ته دې ښه خدمتونه وړاندې کړي او د نړۍوالې ټولنې له خوا دې عمومي مسوولیتونه دې ترسره شي.»

بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي او د ښځو د حقونو فعالانې د دا ډول غونډو د جوړېدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«په غونډو کې د هغو ښځو حضور چې په افغانستان کې ژوند کوي، وي، هغه ستونزې او دردونه چې لري هلته دې بیان کړي، لږ ترلږه نړۍوال دې واوري، فکر کوم چې اغېزمن به ترسره شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان شمال هم وايي:«د دغو غونډو اغېزمنتیا هغه وخت زیاتېږي چې استازي او یا د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت مسوولان، د هغه مسوولیت پر بنسټ چې د خلکو په مقابل کې یې لري، له نړۍوالې ټولنې سره د دغو ستونزو د حل په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او له نړۍوالې ټولنې سره په توافق کې وکړای شي چې هم په کورنیو او هم بهرنیو سیاستونو کې او هم د حکومت په جوړښت کې اړین بدلونونه راوړي.»
 
د افغانستان د راتلونکي په تړاو فکری مجمع۳۰ غړي لري. د تېر حکومت کارکوونکي، مدني بنسټونه او علمي شخصیتونه د دې مجمع غړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه