Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د تېر یوه کال اقتصادي برخې ته یوه ځغلنده کتنه

د قوش تېپې کانال د دویم فاز د چارو پېلېدل، د سالنګ لویې لارې بیا ځلي بیارغونه، له یوه خصوصي شرکت سره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د تړون لاسلیکېدل او له قشقري کانه د نفتو راوېستنه د ۲۰۲۳ کال له مهمو او لویو اقتصادي پېښو شمېرل کېږي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغو مراسمو کې ویلي:«موږ ټول په ځانګړې توګه د دفاع وزارت اسلامي او ملي اردو د دا ډول پروژو د تطبیق تر شا ولاړ دي او په ټول وس به له هغې ملاتړ وکړي.»

د کورنیو چارو وزات سرپرست سراج‌الدین حقاني هم څرګنده کړې:«افغانان یو غیرتي قوم دی او پر خپلو ژمنو او وعدو ولاړ دي. موږ له خپلو پولو نه‌اوړو او له خپلو حقونو دفاع کوو.»

سره له دې چې، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د بې‌وزلۍ ګراف ډېر لوړ ښودلی؛ خو اسلامي امارت بیا وايي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یې څو پروژې پېل کړې دي.

اقتصاد وزارت طلوع‌نیوز ته وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د څه باندې ۲۷ مېلیارده افغانیو په لګښت د ۱۷۹ پروژو چارې بشپړې کړې دي.

د ۲۰۲۳ کال له پېله د افغانستان د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند او د اوبو او انرژۍ وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت ځينو چارواکو ترکیې، چین، ایران، روسیې، قزاقستان، ازبیکستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۱۸مه د «روسیې - اسلامي نړۍ» په نړۍواله اقتصادي غونډه کې وویل، افغانستان پر یوه صنعتي هېواد د بدلېدو ظرفیت لري او په وینا یې په دغه هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګونو ته زمینه برابره شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي:«په‌ وروستیو کې زرګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، د فعالیت جوازونه یې تر لاسه کړي او د افغانستان له بېلابېلو څانګو سره په اړیکه کې دي، څو خپله سوداګري او پانګونه پیل کړي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي و:«له دولتي مسوولانو او خصوصي سکټور سره مو څو هوکړې لاسلیک کړې چې ان‌شاالله د کابل او تهران لپاره به یوه لویه لاسته راوړنه واوسي.»

په دې کال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان د پلاوو له سفرونو سربېره د روسیې، ایران، امریکا او ازبیکستان استازي هم افغانستان ته راغلي او له اسلامي امارت سره یې له نورو مسایلو سربېره د اقتصادي مسایلو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ازبیکستان د لومړي وزیر لومړی مرسیتال جمشید خواجه‌یوف څرګنده کړې وه:«د ازبیکستان د کرنې او د اوبو د ذخیره کولو وزیران هم د دغه پلاوي په ترکیب کې شته او له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دي.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قمي ویلي و:«د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې خونې جوړول، یو له هغو مسیرونو څخه دی چې د دواړو هېوادونو د وړتیاوو او نسبي اقتصادي ګټو په پېژندنه کې، د شرکتونو په معرفۍ او د اقتصادي بانکونو تشبث، د ایران او افغانستان ګډه دنده ده او دا یوه له هغو موضوع‌ګانو څخه ده چې پرې هوکړه لرو.»

په ۲۰۲۳ کال کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په وار وار د هېواد په هوايي ډګرونو کې د اسانتیاو له د رامنځته کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، نړۍوال هوايي شرکتونه هم کولی شي بیا ځلي افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۲۴مه د کابل - اُرومچي تر منځ د الوتنو بهیر بیا پېل شو او فلای ډوبی شرکت هم د دغه کال د نومبر پر ۱۵مه کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې او دم‌ګړۍ هر ورځ د کابل - دوبۍ تر منځ دوه الوتنې کوي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا حاجي رییس عبیدالله صدر خېل ویلي و:«پر دغې موضوع موږ ډېر زحمت وایست، دا چې موږ نن بریالي شوو چې په خیر د فلای دوبۍ الوتنه کابل ته وشوه او د دغو الوتنو پېل د افغانستان پر اقتصاد، د افغانستان مسافرو او د افغانستان د حکومت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي هم په دې هکله څرګنده کړې وه:«په راتلوونکي کې به د هوايي چلند ټول بهرني شرکتونه هم خپلې الوتنې پېل کړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په معیاري توګه د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي او ترسره کوي.»

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهر کې یو شمېر نندارتونونه هم جوړ شول. د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۳مه په قزاقستان کې یو نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې ۷۰ غرفې افغان سوداګرو ته ځانګړې شوې وې.
 
له دې سربېره د ښځو ځانګړی نندارتون د خدیجة الکبرا په نامه چې شاوخوا ۸۰۰ ښځینه متشبثو ګډون درلود جوړ شو او د همدې کال د جولای پر ۱۶مه د امام ابو حنیفه دویم نندارتون هم جوړ شو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګنده کړې وه:«په دغه نندارتون کې کابو ۴۵ مېلیون ډالره تړونه وشول او ښځو څه باندې ۴۱ مېلیونه افغانۍ پلور درلود.»

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ برخه له ننګونو بې برخې نه وه.

افغانستان لا هم د بانک له نړۍوالې شبکې سره وصل نه‌دی. کله نا کله د سپین بولدک او تورخم  بندرونه تړل کېږي او له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د نږدې ۴ زره کانتینره سوداګریزو توکو په بند پاتې کېدو سره سوداګرو ته ګڼ تاوانونه اوښتي دي.

سره له دې چې، اسلامي امارت په دې کال کې د اقتصاد د ودې لپاره یو شمېر فعالیتونه کړي؛ خو ملګري ملتونه بیا وايي، لا هم شاوخوا ۲۹ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او همداراز د کار نشتوالی د هېوادوالو یو له جدي ستونزو ګڼل کېږي.

هرچند در سال ۲۰۲۳ میلادی سازمان ملل متحد آمار فقر را در کشور بلند گفته اما امارت اسلامی می‌گوید که چندین پروژه را برای رشد اقتصاد افغانستان آغاز کرده است.

شریک یي کړئ