د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کندهار کې د یو جومات په پرانیسته کې وایي چې دمګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.
دغه جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل - کندهار پر لویه لار د درې نیم مېلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړېږي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرسیتال ملا عبدالغني برادر وایي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوي او لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغنیزو پروژو چارې دوام لري.
ملا عبدالغني برادر وویل:«۵۰۰ ځایه چې کوم کارونه پېل دي لا به زیات وي، بیا هم خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په هر برخه کې موږ انشاالله د دوی ترڅنګ ولاړ یو.»
ښاغلی برادر زیاتوي چې د قوشتېپې کانال او د بدخشان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګندوي:«موږ او تاسې ته داسې یوه لاره جوړېږي چې له چین سره د صادرات او واردات په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي. او ژر ترژره به یې تاسو ته زیری درکړو.»
ورته مهال، په دغو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست وایي چې د اسلامي امارت د مشر د سپارښتنې پر بنسټ د هېواد په ټولو لویو لارو ۷۵ جوماتونه جوړوي.
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عيسی ثاني وايي:«د عالي قدر امیرالمومنین شیخ صاحب په امر سره، په ټول افغانستان کې ۷۵ جوماتونه جوړېږي. چې دا پر ولایتونو باندې تقسیم دي.»
عام خلک هم د روانو رغنیزو پروژو له چارو هرکلی کوي او په خبره یې، د دا ډول پروژو پلي کېدل د هېواد په اقتصادي وده کې خورا مثبت رول لوبولی شي.
د کندهار اوسېدونکی صبغتالله ارغند وايي:«چې هر ډول اسانتیاوې برابرېږي، دا د دغه ملت په خیر او د حکومت په ګټه دي.»
د کندهار ولایت بل اوسېدونکي عبدالباقي زهیر هم وویل:«د اسلامي امارت دې کور ودان وي چې پر لویو لارو باندې جوماتونه جوړوي.»
د اسلامي امارت د مسوولانو په خبره د لويو لارو پر رغونې سربېره، پر دغو لارو د تلوونکو مسافرو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول د سرپرست حکومت لومړیتوبونه دي.