د پاسپورټ ریاست سر له سبا (چهارشبنې، د مرغومې پر ۲۰مه) په افلاین بڼه یا پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر له پېلېدو خبر ورکوي.
د دغه ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په بیړه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره به دغه بهیر سبا پېل کړي.
عبدالکریم حسیب وايي:«د یوې کورنۍ ۲۰ کسان راشي او نمبر یې په انلاین بڼه باندې رسېدلی وي او پاسپورټ ترلاسه کوي. بلې خوا ته یو کس عاجل پاسپورټ ته ضرورت لري، او پاسپورټ ته لاسرسی نهلري، نمبر یې نهوي رسېدلی، تشویش کوي او ځورېږي او نمبر ژر نه ورسېږي، او هغه ستونزه یې نهحل کېږي.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د پاسپورټ د ویش له ټکني بهیره اندېښنه څرګندوي او وايي، له څو میاشتني انتظار وروسته هم پر دې نه دي توانیدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.
دوی له پاسپورټ ریاسته غواړي چې دغه ستونزه حل کړي او په کابل کې د پاسپورټونو د ویش مرکزونه زیات کړي.
د کابل اوسېدونکی رفیعاالله وايي:«یو کال کېږي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره مې نوملیکنه کړې؛ خو تراوسه هېڅ پایلې ته نهیم رسېدلی، له اسلامي امارته همدا غوښتنه لرم چې پاملرنه وکړي؛ ځکه زه هم غواړم چې تحصیلي ویزه ترلاسه کړم.»
د کابل بل اوسېدونکی ذبیحالله هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر چټک شي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې ناروغ لري، دا هغو کسانو ته یوه جدي ستونزه ده چې د زدهکړو او کار لپاره نورو هېوادونو ته ځي.»
تر دې مخکې، د دغه ریاست رییس له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي و، د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې به په کابل کې د پاسپورټ د وېش نور مرکزونه هم جوړ شي.