Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړې یو اړخیزې ګڼي

که څه هم  اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له امنیت شورا سره اړیکې د هېواد لپاره ارزښتناکه ګڼي، خو د دغه سازمان د تېر کال پر پرېکړو نیوکه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دغه سازمان پرېکړې یو اړخیزې دي او د افغانستان واقعیتونه په‌کې په پام کې نه‌نیول کېږي.

ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان واقعیتونه په پام کې نه‌دي نیول شوي، تل کله چې هغوی بیانیه صادره کړې یا پرېکړه‌لیک صادر کړی د افغانستان موضوع‌ګانې یې په کره توګه څېړې نه‌دي او په ځانګړې توګه د افغانستان له اسلامي امارته یې نه دي پوښتلي او خپل نظرونه یې شریک کړي دي.»

بلخوا، ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره هغو امنیتي پېښو ته کتنه کړې چې په تېر زیږدیږ کال کې د امنیت شورا د غونډو چورلیز و.

په دغه راپور کې د اوکراين او غزې د جګړې په تړاو د پرېکړه‌ليکونو د تصويب ترڅنګ د افغانستان په اړه د پرېکړه‌ليکونو تصویب ته هم نغوته شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان په راپور کې راغلي:«په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په تړاو د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې د ۱۶ نېټې د پرېکړه‌لیک تصویبېدل، په افغانستان کې پر رامنځته شویو ننګونو د غور په تړاو د پرېکړه‌لیک تصویبېدل، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د ۲۹ نېټې د پرېکړه‌لیک تصویبېدل.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۶مه، د افغانستان په تړاو دوه پرېکړه‌لیکونه د رایو په اتفاق سره تصویب کړل.
په ۲۶۷۸ شمېرې سره لومړی پرېکړه‌لیک د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر۱۷مې نېټې پورې د یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو دی، چې په‌کې له سیاسي لوبغاړو، ښکېلو اړخونو او ټولو خواوو غوښتل شوي چې د منځګړي په توګه د ملګرو ملتونو د رول په پلي کولو کې همکاري وکړي.

دویم پرېکړه‌لیک په ۲۶۷۹ شمېرې سره دی، چې په افغانستان کې یې له ننګونو سره د مبارزې په تړاو له ټولو ښکېلو اړخونو، شریکانو او سیمه‌ییزو لوبغاړو سره خبرې مهمې بللې دي.

د ډ سمبر په ۲۹مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخالفو رایو پرته په ۱۳موافقو  او د (روسیې او چین) په دوو ممتنع رایو سره تصویب شو.

۱۵هېوادونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو او جنسیتي مسایلو متخصص استازی وګومارل شي، دغه راز غوښتنه وشوه چې د دغه هېواد په تړاو دې یوه خپلواکه ارزونه ترسره شي څو په افغانستان له ځان او ګاونډيو هېوادونو سره په بشپړې سوله کې وي او له نړۍوالې ټولنې سره يو ځای شي، دغه راز شورا په ټولو بهېرونو کې د ښځو د ماناداره، بشپړ او مساوي مشارکت غوښتنه کړې ده.

د نړۍوالو چارو شنوونکی بلال فاطمي طلوع‌نیوز ته وايي:«له نړۍ سره تعامل او د نړۍ هغه غوښتنې چې زموږ له عقایدو سره ټکر ونه‌لري، باید حکومت یې ورسره ترسره کړي، څو نړۍ هم خپل تعامل وښيي، او ان‌شاالله موږ به له دغو ستونزو خلاص شو.»

د سیاسي چارو شنوونکی حمیدالله هوتک هم څرګنده کړه:«یوناما په افغانستان کې د ارزونې او بشري مرستو یو بنسټ دی او په دې برخه کې ګټوره ده. او د کار غځول یې د افغانستان لپاره اړین دي او دغه اداره باید په افغانستان کې وي، چې دغه هېواد له انساني مرستو بې برخې نه‌شي.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د راپورونو پر بنسټ د ښځو په تړاو ۵۰ فرمانونه صادر شوي او د امنیت شورا په غونډو کې هم په دې تړاو په ځلونو خبرې شوې دي.  

شریک یي کړئ