د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د یوې ګډې سټراټېژۍ د جوړولو غوښتنه کړې ده.
مولانا فضلالرحمن په دغې مرکه کې همدارنګه ویلي چې پاکستاني چارواکو هم دغه ستراټېژي مناسبه بللې ده.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي:«هغوی د هغو پیښو او زیانونو په اړه چې د تنظیمونو له لوري پاکستان ته رسېدلي خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې زموږ په نظر د پاکستان شکایتونه سم دي، خو د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو د پاکستان دریځ دی او بل زموږ. پاکستان یو اغېزمن شوی هېواد دی او دا زموږ مسوولیت دی چې په دې برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړو، له همدې امله موږ باید سره کېنو او یوه ګډه سټراټېژي جوړه کړو او باید د یوې اوږدمهالې سټراټېژۍ پر لور حرکت وکړو، چې دا د هغوی غوښتنه وه او کله چې ما په پاکستان کې مطرح کړه، هغوی هم وویل، چې مناسبه خبره ده.»
هغه دغه راز د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي، اسلامي امارت د افغانستان په تاریخ کې یوازینی حکومت دی چې له پاکستان سره دوست دی.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې:«د هر هېواد هیله دا ده چې ګاونډی یې دوست هېواد وي. افغانستان یوازې د اسلامي امارت په موجودیت کې له پاکستان سره دوست هېواد ښکاري، خو داسې پېښې وشوې چې زموږ دا هیلې او امیدونه په ایرو بدلې شوې.»
له بلخوا اسلامي امارت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ننګونو پر حل ټینګار کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت نیت، د افغانستان د خلکو نیت څرګند شو او اوس په هغه لور پورې اړه لري چې هغوی څومره باور کولای شي او مناسبه حل لار پيدا کړي. موږ تل د دې غوښتونکي یوو چې له ټولو ګاوندیانو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو.»
د سیاسي چارو شنوونکی اصف فقیري هم په دې هکله څرګندوي:«تر هغې چې موږ سیاسي ثبات ته نه وو رسېدلي، د اوږد مهالې سټراټېژۍ په موخه د مذاکرې مېز ته یوه ګاونډي هېواد ته او یا ټولو هېوادونو ته بلنه ورکول، په دې معنا دي چې باید لږ سیاسي پوهې ته متمرکز شوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي و چې افغانستان ته یې له خپل سفر سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ننګونو د هواري لپاره لومړنۍ تابیاوې نیولې دي.
په دې اړه مو اندونه