Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناوړه چلند او ایستل؛ په ترکیې او ایران کې د افغان وګړو ترخې کیسې او تجربې

له ترکیې او ایران څخه ځینې را ایستل شوي افغان کډوال، یوځل بیا د دغو دوو هېوادونو د پوځیانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

هغوی ویلي چې افغان کډوال د ایران او ترکیې د پولیسو له خوا نیول کېږي او وروسته وهل ټکول کېږي او په پای کې ایستل کېږي.
 
۴۰ کلن خیر محمد چې د دغو لسګونو کسانو له ډلې دی او له ترکیې را ایستل شوی، ۷ میاشتې مخکې د کار موندنې په موخه ترکیې ته تللی و.

هغه وايي درې ځلې له قاچاقي لارو ترکیې ته تللی دی:«هلته ولاړم چې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړم، هلته ساتوونکی وم او پولیس راغلل او زه یې ونیولم. هغوی وهل ټکول هم کوي.»

له دې سره سم، هغه کډوال چې تازه له ایران او ترکیې را ګرځېدلي له سرپرست حکومته غواړي چې ستونزو ته یې په جدي توګه رسېدنه وکړي.

له ترکیې را ایستل شوی تاج محمد وايي:«له مشرانو زموږ غوښتنه همدا ده چې موږ ته یو کار وکړي څو اړ نه‌شو چې هېواد پرېږدو.»

له ایرانه را ایستل شوی محمد هم څرګندوي:«کار نشته، اقتصاد کمزوری دی، نو له دې امله ځوانان هېواد پرېږدي او هلته چې هم ځي، وهل ټکول او ځورول کېږي.»

اخوا، اسلامي امارت د کوربه هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د ایستنې پر څرنګوالي نیوکه کوي او زیاتوي چې اسلامي امارت د ترکیې، ایران او ځينو نورو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړي چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلنده لاس واخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وویل:«په دواړو هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې افغانان په‌کې دي د اندېښنې وړ دی؛ خو اسلامي امارت د ترکیې په ګډون د هغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي، چې پر کډوالو دې فشار لېرې کړي.»

اخوا، ترکي رسنیو د تانریار سیمې د یوه کلي په چېک پاینټ کې د ۷۶ افغان کډوالو له نیولو خبر ورکوي.

څه موده وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي و چې کوربه هېوادونو له افغان کډوالو سره بد چلند کړی او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه