Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په اړه راتلونکې میاشتې  غونډې ته اسلامي امارت ور بلل شوی

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې، دوحې غونډې ته د اسلامي امارت د بلل کېدو په تړاو خبرې کړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د ناروې سفارت چارسمبالي، ښاغلي پاول کلومن په دغه کتنه کې په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو او کار د زمینې برابرېدو غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼې کې داسې راغلي: «مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، هیچاته اجازه نشته د چا پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي او له افغانستانه چاته ګواښ پېښ کړي. هغه ټينګار وکړ، چې ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د بشر د دښمن په توګه ځپل شوی دی. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی او په دې اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت ځانګړې کمېټه کار کوي چې تعلیم ته زمینه برابره کړي.»

د رییس الوزرا د سیاسي مرستیالۍ د مطبوعاتو رییس حسن حقیار و ویل: « د ناروې سفیر و ویل چې هېواد یې له افغانستان او افغانانو سره نېکې اړیکې لري او غواړي چې د نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ منځګړیتوب وکړي چې د دواړو  غاړو اړیکې غوره شي.»

دا دویم ځل دی چې دوحه د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د غونډې کوربتوب کوي، که څه هم په لومړي ځل د اسلامي امارت استازی دغې غونډې ته نه و وربلل شوی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دغه غونډه کې د افغانستان د روان کړکېچ د حل په موخه د اسلامي امارت د استازي حضور مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج و ویل: « د دوحې ناستې لپاره چمتووالي نېول شوي دي او هیله ده چې د افغانستان خلکو په ګټه وي.»

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري داسې لیدلوری لري : « په افغانستان کې  د ملي خبرو اترو د رامنځته کولو مدیریت او ملي تفاهم لپاره یو لوړپوړی غړی ټاکل کیږي او د دوحې دا ناسته ډېره مهمه ده.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی خو اسلامي امارت وايي د دغې غونډې له جزییاتو خبر نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه