Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوجاریک: د دوحې په غونډه کې به د افغان ښځو استازې حضور ولري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټېفن دوجاریک وايي ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو د دوحې په غونده کې به، افغان ښځو استازې، د مدني ټولنې او د ځینو نورو هېوادونو استازي به حضور ولري.

ښاغلي دوجاریک له دې مخکې اعلان کړی و چې د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه پېلېږي او د دوه ورځو لپاره به دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي:«دا د افغان استازو او سیمه‌ییزو سازمانونو د غړو تعقیبي غونډه ده چې ټول په‌کې راټولېږي. موږ د دې غونډې په تنظیمولو کې مهم رول نه‌لرو. موږ به یوازې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه په دوحه کې حضور ولرو. دا غونډه به د افغان ښځو د استازو، د مدني ټولنې د استازو او نورو ټولنیزو استازو په حضور سره جوړه شي.»

بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنوونکي په دې غونډه کې د ښځو حضور مهم بولي او زیاتوي چې په دې غونډه کې باید د افغانستان د بنسټيزو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد خان کټوازی طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغې غونډه کې د افغان ښځو استازې هم رابلل شوې دي چې موږ دا په نېک فال نیسو، ځکه چې ښځې د ټولنې نیمايي برخه ده، دغې غونډې ته د اسلامي امارت استازي هم وربلل شوي، چې دا ډېر ښه کار دی.» 

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی ویس ناصري هم څرګندوي:«څو ښځې په سمبولیکه توګه رابلل کېږي او دا د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پېل دی؛ ځکه چې ملګري ملتونه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پېل لپاره د یوې دایمي استازولۍ د رامنځته کېدو په لټه کې دي، ملي تفاهم دی چې د دغه سیاسي مشارکت پر بنسټ په افغانستان کې یو ستر سیاسي بدلون رامنځته شي.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناورې د سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې ویلي و، چې د دوحې غونډې ته د اسلامي امارت استازي هم وربلل شوي دي.

د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه جوړېږي او د دې غونډې د جوړېدو موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د خپلواکې ارزونې د سپارښتونو په رڼا کې په منظم، همغږي او پلان شوي ډول د نړۍوال مشارکت پیاوړتیا ده. 

د سیاسي چارو ځيني شنوونکي په دې غونډه کې د ښځو حضور مهم بولي او زیاتوي چې په دې غونډه کې باید د افغانستان د بنسټيزو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه