د عدليې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د افتاء او قضاء د تخصص د دویمې دورې فراغتغونډه کې وايي پر سرپرست حکومت د ځینو عالمانو له ممبره نیوکه د اوسني نظام لپاره خطرناکه او د نظام د تخریب په معنا ده.
عبدالحکیم شرعي، له دیني عالمانو غواړي، چې له ممبره پر نظام د نیوکې پر ځای د اسلامي امارت له مشرتابه سره د ستونزې حل لپاره مشوره وکړي.
د عدليې وزارت سرپرست وايي:«شیخ صاحب له شریعت نه انحراف نهکوي، هغه شریعت ته سل په سله کې پابند دی او کهچېرې په شرعي دلایلو باندې مثبت کار ورته وړاندې کړئ او مشوره ورکړئ، شیخ صاحب له هغه کاره نه تېرېږي.»
د رییس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی، له فارغانو غواړي چې خپله مطالعه زیاته کړي او په ادارو کې له ګومارنې وروسته له هېوادوالو سره داسې چلند وکړي چې د سرپرست حکومت د بدنامۍ لامل نهشي.
ښاغلي حنفي وویل:«موږ باید د اسلامي اصولو سره سم له مراجعینو او د افغانستان ملت سره چلند وکړو او داسې چلند باید ونهکړو چې د نظام د بدنامۍ لامل شي.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، په دیني او عصري علومو کې تخصص د ټولنې اړتیا او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي.
د ندا محمد ندیم، په خبره، اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ادارو له مسوولینو غواړي، چې دغو فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګندوي:«تخصص د یوې ټولنې اړتیا او د هېواد د پرمختګ سبب ګرځي او یوه مهمه اړتیا ده، هغه که دیني او یا عصري علومو کې وي.»
د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله آغا هم وايي:«یو وخت به داسې راځي، چې دا نظام به مستحکم او مظبوط وي او په علمي، سیاسي، دفاعي، اقتصادي، روغتیايي او نورو ټولو برخو کې به دا هېواد ځان بسیاینې ته رسېږي.»
د عبدالله بن مسعود جامعې مسوولینو په خبره، د فراغت په دویمه دوره کې نږدې ۱۳۰ کسانو د افتاء او قضاء برخه کې تخصص ترلاسه کړی دی.