د چین بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد د ولسمشر له لوري د اسلامي امارت د سفیر د باور لیک منل یو عادي ډیپلوماټیک چلن دی.
د دغه وزارت ویاند له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووایي.
له دې دریځ مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بیجینګ دې اقدام ته غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې چین دې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي: «دا د چین لپاره یوه نورماله ډیپلوماټیکه هوکړه ده چې د افغانستان د لنډمهالي دولت د سفیر باورلیک ترلاسه کړي. موږ هیله من یو چې نړۍ له دغه لنډمهالي حکومت سره لا زیات تعامل ولري، هغوی و هڅوي چې نړۍوالې اندېښنې ځواب کړي او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په برخو کې مرسته وکړي.»
اسلامي امارت بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل رسمي بڼه لري او یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو له امله د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له رسمي اعلانه ډډه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: « اسلامي امارت چې له هېوادونو سره کوم تعامل لري هغه رسمي دی او نور هېوادونو هم له موږ سره رسمي تعامل لري خو دا چې ولې اعلانیږي نه او توجیه کیږي نه دا د هغوی ملي ګټو پورې تړلې موضوع او له ځینو هېوادونو چې دې برخه کې خنډ جوړوي د نزاکتونو مراعتولو له امله دی.»
په کابل کې د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار له غونډې وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین له لوري د رسمي سفیر استولو او د بیجینګ له لوري د اسلامي امارت د سفیر منلو ستاینه وکړه او له چین سره یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي و ویل: « چین په رېښتیا هم په سیمه کې یو اړین هېواد دی او لومړنۍ هېواد هم شو چې د اسلامي امارت رسمي سفیر یې هم ومانه او افغانستان ته یې خپل رسمي سفیر را ولېږه.»
اوس اوس د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، دمګړۍ په څه باندې ۱۷ هېوادونو کې د اسلامي امارت استازولۍ فعالې دي.
په دې اړه مو اندونه