Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له واورې متفاوت هرکلی؛ د بې‌وزله کورنیو د ستونزو زیاتوالی

د واورې اورښت د پلازمېنې د ګڼ شمېر اوسېدونکو له خوښۍ او اندېښنې سره مخ شوی دی.

د کابل ځينې اوسېدونکو واټونو ته له راوتلو سره په روان کال کې د دویم ځل لپاره د واورې له اورښته هرکلی وکړ؛ خو بلخوا د واورې دغه اورښت بې‌وزله کورنۍ اندښمنې کړې دي.

د واورې ورېدو ته ځوانان او تنکي ځوانان خورا خوښ دي.
                                                    
د کابل اوسېدونکی عبدالباسط وايي:«خلک د واورې د نه‌ورېدو له امله ډېر اندېښمن وو، له نېکه مرغه نن واوره ډېره عالي اوري او موږ ډېر خوشحاله یو.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالله هم څرګندوي:«کابل نن ډېر ښکلی شوی، له همدې امله له خپلو ملګرو سره د وزیرمحمد اکبر خان غونډۍ ته راغلی یم.»

خو ټول د واورې له اورښته خوښ نه‌دي. هغه کورنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، وايي چې د واورې اورښت یې ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي.

فیض الله چې د پلازمېنې د یوه سړک پرغاړه له خپلو شته وسایلو سره کار ته سترګې پر لاره دی وايي:«د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره راتلی یم او تراوسه مې کار نه‌دی کړی.»
                                            
د کابل اوسېدونکې نجیبه هم څرګندوي:«ګټیالی نه‌لرم. اصلي زوی نه‌لرم، درې بن‌زیان او شپږ لوڼې لرم. زه په خپله د کار لپاره راځم او کله ناکله د خلکو په کور کې جامې منځم.»

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې له واورې ورېدو وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په خپلو کورونو او ځمکو کې هغو برخو ته واورې راټولې کړې چې جذب لري.

ټول د واورې له اورښته خوښ نه‌دي. هغه کورنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، وايي چې د واورې اورښت یې ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي.

شریک یي کړئ