په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري طلوعنیوز ته وايي که څه هم ایران د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو تهران او کابل دمګړۍ سره ښې اړیکې لري.
غلام رضا نجاري د خپلې وینا په یوې برخه کې په هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون، د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، هیلهمن دی چې د اسلامي امارت چارواکي د نړۍوالې ټولنې له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.
غلام رضا نجاري وايي:«که څه هم تر اوسه مو سرپرست حکومت په رسمیت نهإدی پېژندلی؛ خو له افغانستان سره هېڅ ستونزه هم نهلرو او په ټولو برخو کې دواړه ګاونډي هېوادونه له یو بل سره ښې اړیکې لري.»
ښاغلی نجاري وايي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه، د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نهده.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال څرګندوي:«زموږ یوه همیشنۍ غوښتنه همدا ده، چې په افغانستان کې باید ټولګډونه حکومت جوړ شي. کله چې موږ د ټولګډونه حکومت خبره کوو، نو زموږ هدف دا دی چې باید داسې حکومت رامنځته شي چې د ټولو قومونو استازي پهکې ګډون ولري.»
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د ټولګډونه حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ موضوع بولي او له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
ذبیحالله مجاهد په دې هکله وویل:«کورني موضوعات باید افغانانو ته پرېښودل شي او لکه څرنګه چې موږ د نورو هېوادونو په داخلي موضوعاتو کې مداخله نهکوو، نو موږ هم له هېوادونو ورته تمه لرو.»
د سیاسي چارو شنوونکی عبدالجمیل شیرانی هم وايي:«موږ له ایران سره ښې اړیکې غواړو؛ ځکه موږ افغانستان او ایران دواړه سره ګاونډي هېوادونه یو، نو ځکه اسلامي امارت د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې دوه نیم کاله تېرېږي؛ خو د اسلامي هېوادونو په ګډون تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.