Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان کډوال د ترکیې په بندخونو کې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت طلوع‌نیوز ته وایي چې نږدې ۱۶۰۰ افغان کډوال د ترکیې په بندخونو کې بندیان دي.

د دغه وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد وايي چې په ترکیه کې د افغان بندیانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي او د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ترکیې له بندخونو نږدې ۶۰۰ تنه بندیان خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. 
 
هغه زياتوي، چې د افغانستان يوه پلاوي له ترکي چارواکو سره د دغو بنديانو د لېږد او خوشې کېدو په اړه هم  خبرې کړې دي.
      
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد وویل: « هغه راپورونه چې د بهرنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت استازولیو، او یا زموږ اتشو موږ ته راکړي ښیي چې شاوخوا ۱۶ سوه تنه هلته بندیان دي.»

تر  دې وړاندې د ترکیې ځينو رسنیو په دغه هېواد کې د نږدې ۶۰۰ افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

په ترکیه کې بیا د افغان کډوالو استازي په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره له ناسم چلند په تېره بیا د هغوی د وېزو پر نه غځولو هم نیوکه کوي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو استازي، عزت‌الله هم په دې اړه وویل: «هغه خلک چې اسناد نه لري او هر ځای کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته ډیپورټ کیږي او یا هغه خلک چې له کنسلګریو څخه هېواد ته ستانه شي ښایي په میاشتو په ډيپورټ سنټرونو کې پاتې شي.»

په  ترکیه کې افغان کډول، ګل اغا محمدي هم په دې اړه وویل: « د اقامو نه تمدید کېدل د کډوالو یو لویه ستونزه ده چې په دې وروستیو کې د ترکیې د کډوالۍ شرایط سخت کړي دي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په  ترکیه کې دا مهال شاوخوا درې سوه زر افغانان اوسېږي.

شریک یي کړئ