Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

علم کې د ښځو نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، هېواد کې د نجونو له زده‌کړو ملاتړ

په علم کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت یوناما، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او اوچا په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاده اداره له هغو ښځو او نجونو چې د نجونو د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي ملاتړ کوي.

یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا له قوله لیکلي:«په افغانستان کې د علم په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړي کول د مهمو ننګونو لکه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د انعطاف او پایېدونکي پرمختګ په برخه کې د هېواد د نیمایي نفوس د فعالیت زمینه برابروي. هغې ټینګار کړی چې نړۍ باید د دې پیاوړتیا لپاره یوازې نن نه بلکې هره ورځ هڅه وکړي.»

بل پلو، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او برابر لاسرسی د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور بللی دی.

 د بشري مرستو د همغږۍ دفتر لیکلي:«ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو ته د ښځو او نجونو بشپړ او برابر لاسرسی نه یوازې د یوه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې بلکې د ټولنې د ټولو برخو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت هم په دې تړاو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په علم کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا د افغانستان راتلونکی روښانه کوي.

دغه سفارت ویلي:«په علم کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، راځئ دا ومنوو که‌چېرې افغان ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، د نورو په څېر په علم کې وړتيا ولري. په علم کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا د افغانستان راتلونکی روښانه کوي.»

محصله یلدا د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«تر کله باید دا ډول واوسوو، باید بالاخره داسې لار پیدا شي چې موږ خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړای شو. که‌چېرې داسې مخته ولاړ شي، په راتلوونکي کې به یو نالوستی نسل ولرو.» 
 
زده کوونکې ثریا هم وايي:«له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده، هڅه دې وکړي چې د نجونو پر مخ دې د زده‌کړو او تحصیل دروازې بېرته پرانیزي؛ ځکه همدا نجونې دي چې یوه ورځ به د افغانستان د راتلوونکې جوړونکې وي.»

ورته مهال اسلامي امارت وایي چې اوسني شرایط لنډ مهالي دي او ښځې کولای شي د روغتیا او زده‌کړو په برخه کې لاسرسی ولري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«لومړی باید ووایو چې علم او پوه په هره برخه او هر وخت کې مهم دی او باید لاسرسی ولرو؛ خو زموږ خویندې د علمومو هغو څانګو او برخو ته لاسرسی پیدا کولای شي چې اسلامي شریعیت ورته اجازه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو کال کېږي چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي او څرګنده نه‌ده چې کله به نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه