Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا غونډه او افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله د ا.ا ځواب

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په هکله د امنیت شورا د ځينو غړو له څرګندونو وروسته، اسلامي امارت وايي چې دغه اندېښنې د ناسمو استخباراتي معلوماتو له امله دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«داعش مخکې په افغانستان کې یوه فعاله او شومه ښکارنده وه، دغه ښکارنده هغه وخت کې چې افغانستان تر ښکېلاک لاندې وه، پیدا شوه او وده یې وکړه؛ خو اسلامي امارت د هغوی په ځپلو کې ډېره هڅه کوي.»

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو استازو او د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال «د سولې او امنیت ته د ترهګرۍ د ګواښ» په نوم غونډه کې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو او سیمې او نړۍ ته د هغو د خطر په تړاو خبرداری ورکوي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف او په امنیت شورا کې د امریکا دایمي استازي رابرټ ووډ له داعش سره د اسلامي امارت پر مبارزې ټینګار کړی دی.

 ولادیمیر ورونکوف ویلي:«په افغانستان کې په داعش پورې د تړلو ډلو د وړتیاوو پر وړاندې د اوسنیو چارواکو هڅې اغېزناکې دي؛ خو دغه ډله له هېواده بهر د بریدونو هوډ لري او د بیا راڅرګندېدو خطر یې شته.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازی رابرټ ووډ هم څرګندوي:«طالبان هڅه کوي چې د داعش خراسان څانګې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي او دا خورا مهمه ده چې دوی له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو ولاړ وي.»

له بلې خوا په دې غونډه کې د چین استازی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ترمنځ د همکارۍ پر شتوالي اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازی ژنګ جون وايي:«د ترهګرو ډلو تمرکز پر افغانستان دی او اوس د داعش خراسان ډله او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په دغه هېواد کې په ګډه کار کوي.»

په دې غونډه کې د مالت استازی د ترهګرو ډلو حضور او وسلو ته د هغوی لاسرسی په افغانسان کې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام لامل ګڼي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د مالت استازي وانیسا فرازي وویل:«په افغانستان کې د ګڼ شمېر ترهګرو ډلو شتون او وسلو ته د هغوی لاسرسي، ترهګریزو فعالیتونو د دوام لپاره زمینه برابره کړې ده.» 

تر دې  وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و، چې القاعده، داعش او ځینې نورې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د هېواد په ځينو ولایتونو کې پټن‌ځایونه لري؛ خو اسلامي امارت دغه خبرې بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ