د اسلامي امارت وياند ذبیحالله مجاهد وايي، چې دوی د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره ژمنه کړې، چې ترهګرو ډلو ته به په هېواد کې د فعاليت اجازه ور نهکړي.
ښاغلی مجاهد ټینګار کوي سرپرست حکومت نهغواړي چې د سیمې له هېوادونو سره خپلې ښې اړیکې خرابې کړي.
د اسلامي ویاند وايي:«په څرګنده وایم چې افغانستان امنیت لري، افغانستان یو مسوول حکومت لري چې هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نشته چې له افغانستانه فعالیت ولري او یا په افغانستان کې حضور ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون د قرغېزستان په پلازمېنه بشکیک کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو شپږمه کلنۍ غونډه د افغانستان پر روان وضعیت متمرکزه وه.
د روسيې د رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې غونډه کې د چین، هند، ایران، قرغېزستان، قزاقستان، تاجيکستان او ازبيکستان امنیتي استازو ګډون کړی و.
تاس د روسیې د امنیت شورا د سرمنشي له خولې لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګرې ډلې فعالې دي چې ۲۳ زره جنګیالي لري.
په دې غونډه کې نیکلای پاتروشیف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد به په لنډه موده کې له زړو زېرمو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته قاچاق شي.
هغه ټینګار کړی چې لوېدیځ په افغانستان کې د پاتې وسلو په پریښودو سره «پر وخت اعیار شوی بم» اېښی دی.
له دې سره هممهاله، هندي رسنیو هم په دې غونډه کې د خپل هېواد د استازي خبره راخیستې او لیکلي یې دي چې نوموړي له افغانستانه د ترهګریزوګواښونو او د نشه یي توکو د قاچاق د زیاتوالي په تړاو هم خبرې کړې دي.
د نظامي چارو شنوونکی محمد زلمی افغانیاز طلوعنیوز ته وايي:«مشخصاً اصلي موخه یې دا ده چې د افغانستان پر اسلامي امارت فشار راوړي چې په حکومتوالۍ کې د سیاسي فشار ژوروالي تطبیق د دوی لپاره بحث وړ شي.»
د نظامي چارو شنوونکی کامران امان وویل:«نن ټوله نړۍ په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او هغه سازمانونه چې دلته فعال دي وايي چې نشهيي توکي صفر ته رسېدلي، قاچاق صفر ته رسېدلی، تر پرونه یې ویل چې دلته داعش له منځه تللی، امریکا هم پر دې موضوع اعتراف کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د قېزاقستان رسنیو هم خبر ورکړی دی چې د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو پر شریکولو هوکړه کړې ده.