Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت شورا ډېر ژر د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې زیږدیزې میاشتې پر شپږویشتمه د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته وايي چې، دغه غونډه د دوحې غونډې پر تعقیب او د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک له مخې به جوړه شي.

ښاغلي فایق په دې هکله وویل:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه جوړوي. په دغې غونډه کې به د امنیت شورا غړي او سرمنشي ګډون وکړي او سر منشي به د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر پیروۍ د ځانګړي استازي د ګومارنې او دوحې کنفرانس په هکله به د امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.»

امنیت شورا په ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي. خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړنې څه دي او څوک د دغې څوکۍ نوماندان دي؟

په جنیوا کې د افغانستان د دایمي څوکۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه په دې هکله څرګندوي:«یوه، دوه تنه نوماندان له ترکیې دي، له اندونیزیا او ناورې دي او ټاکل شوې وه چې له اردن څخه هم څوک وي. د استازي ځانګړنې چې په پرېکړه‌لیک کې ذکر شوې دي، باید هغه کس وي چې د افغانستان پر سیاسي مسایلو واکمن وي، پر دغه بحث له تاریخي او اجرايي پلوه پوه وي او سیمه وپېژني او د افغانستان د سیاسي مسایلو او په جدي توګه ښکېلو هېوادونو سره هېڅ ډول اړیکې او نږدېوالی ونه‌لري. ورته مهال، د بشري حقونو او جنسیتي موضوع په برخه کې اړینې وړتیاوې ولري.»

له دې سره سم، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهين له یوې جاپاني رسنۍ سره په خبرو کې یو ځل بیا یادونه وکړه چې اسلامي امارت د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالف دی.

ښاغلي شاهين په دې اړه ویلي:«پوښتنه دلته ده چې ولې یوه ځانګړي استازي ته اړتیا ده؟ دا ګومان شتون لري چې ښايي نوی ځانګړی استازی ځينې پرېکړې پر افغانستان تحمیل کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد منیب رسا څرګندوي:«هغه استازی چې ملګرو ملتونه یې غواړي د افغانستان چارو ته یې غوره کړي، په حقیقت کې په افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو په راس کې د یوه دولت حیثیت به ولري او د اسلامي امارت سیاستونه به وارزوي او راپور به یې امنیت شورا ته ورکړي.»

بلخوا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دوو نورو غونډو کې چې په ګامبیا او کامرون کې جوړېږي. د نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.

شریک یي کړئ