د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په دویمه غونډه کې د اسلامي امارت د نه ګډون په تړاو ویلي چې، طالبان یوازیني افغانان نهدي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر د افغانستان په تړاو د دوحې په دویمه غونډه کې د امریکا د استازو د ګډون موخه د بشري حقونو خوندیتوب، د ترهګرو پر خوندي پناه ځای د افغانستان نه بدلېدل او د مدني ټولنې له فعالانو سره تعامل بللی دی.
ښاغلي مېلر څرګنده کړې:«طالبان یوازیني افغانان نهدي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري. موږ د ښځو او نجونو په ګډون د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو.»
مټيو مېلر د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د روسیې، چین او ایران د استازو د نه کتلو په تړاو ویلي چې، د امریکا متحده ایالتونه له مدني ټولنې سره تعامل رغنده بولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:«موږ له ټولو افغانانو سره تعامل رغنده بولو. موږ هڅه کوو چې د خپلې ډيپلوماسۍ له لارې د مدنې ټولنې د پیاوړتیا لپاره اقدام وکړو. موږ په نړۍ کې ټول هېوادونه هڅوو چې دغه لار تعقیب کړي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبرې بې بنسټه او له عقدې ډکې ګڼي.
ښاغلی مجاهد په دې هکله څرګندوي:«موږ د امریکا پر نیت پوهېږو. اصلي علت دا نهدی چې یاد کړی دی، اصلاً په خپله د نړۍ په کچه له بشري حقونو ستره سرغړونې ده، او هغه حقونه چې اسلامي شریعت کسانو ته ورکړي، اسلامي امارت هغه ته ژمن دی. د امریکا ستونزې د امریکا په ماتې کې ده.»
د سیاسي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل هم په دې تړاو وايي:«د روسیې او چین په هکله هغه څرګندونې چې له امریکايي چارواکو اورېدل کېږي، په حقیقت کې د څرګندونو تقابل دی؛ خو افغانستان له متوازن، بې پرې او مثبت سیاست سره غواړي چې له ټولو لورو سره مثبت تعامل ولري.»
د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې د اسلامي امارت هېڅ استازې پهکې حضور نهدرلود.
په دې اړه مو اندونه