Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: خلک د کب درېیمې پاڅون سره د باطل پر وړاندې راپورته شول

د ۱۳۵۸ کال د کب درېیمه چې ځینې یې د الله اکبر په نوم هم پېژني د ډېموکراټیک جمهوري دولت پر وړاندې د کابل خلکو پاڅون ته اشاره کوي. 

د اسلامي امارت ویاند د دغې ورځې په مناسبت وايي، د کب درېیمه د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې ورسره پخوانی شوروي او د وخت نظام وپاشل شو.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « د کب درېیمه د کابل د خلکو د عمومي پاڅون ورځ ده چې د تکبیر له نارې سره پیل شو او د باطل او بهرني تېري پر وړاندې راپورته شول ویې ښودله چې د افغانستان ولس د خپلواکۍ او اسلاميت غوښتونکي دي او هره مفکوره چې پرې تپل کیږي، ورته د منلو وړ نه ده.»

د کابل د چنداولو اوسېدونکو له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د کب پر درېیمه د پخواني شوروي ملاتړي ډیموکراټیک جمهوریت پر وړاندې پاڅون وکړ چې اوس یې هم د ځینو په ذهنونو کې خاطرې پاتې دي. 

د کابل اوسېدونکي سید حسن وویل: « کابل اوسېدونکو هغه وخت هم خپلواکي غوښتله او اوس یې هم غواړي، زموږ لپاره داسې شپه وه چې پخوانیو کمونستانو یا شورویانو زموږ په لسګونه ځوانان ونیول بندي یې کړل او یا یې هم شهیدان کړل چې تر اوسه یې هم مړی او ژوندی ورک دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، جمعه خان هم وویل: « د یو عمومي پاڅون پیل و، چې په همغه شپه چې د چنداولو څخه الله اکبر پیل شو نو ټولو ولایتونو کې یو لوی پاڅون ته لاره هواره شوه.»

د پخواني شوروي ځواکونو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر شپږمه د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.
د کابل اوسېدونکو له دغه یرغله نږدې دوه میاشتې وروسته یانې د کب پر درېیمه پاڅون وکړ او دغه پاڅون بیا په ډېر کم وخت کې د هېواد ډېرو سیمو ته وغځول شو.

د کابل د چنداولو اوسېدونکو له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د کب پر درېیمه د پخواني شوروي ملاتړي ډیموکراټیک جمهوریت پر وړاندې پاڅون وکړ

شریک یي کړئ