د امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي چې د دغې شورا غړي په هغې غونډه کې چې نن (دوشنبې) د افغانستان په تړاو جوړېږي، د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د ګومارنې په هکله به سلامشوره وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه نن شپه (دوشنبې) د کابل پر وخت ۰۷:۳۰ دقیقې د تړلو دروازو تر شا جوړېږي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه د امريکا، برېټانيا، فرانسې، جاپان او سويس په ګډون د يوولسو هېوادونو له ګډې اعلامیې سره پېل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په پام کې ده، چې په دې غونډه کې د دوحې پر دویمي غونډې او د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو سلامشورې وشي او داسې برېښي چې د دې شورا غړي د سیاسي او بشري چارو او د بشري حقونو د وضعیت په ګډون د افغانستان پر اړوند مسایلو خبرې وکړي.»
بلخوا، که څه هم اسلامي امارت د افغانستان د وضعیت په تړاو د دوحې دویمه غونډه بې پایلې ګڼي؛ خو زیاتوي چې د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې او چین په څېر هېوادونو د استازو حضور د دې غونډې د ګټورتیا په تړاو هیلې زیاتوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان په هکله چې هره پرېکړه کېږي باید د افغانستان د خلکو ګټې په کې غوندي وي. هغه تحمیلي پرېکړې چې د افغانستان د خلکو د غوښتنو پر خلاف وي، پایله نهلري او بیا هم موږ په تمه پاتې کېږو او هغه هېوادونه چې هلته دي، ځينې هېوادونه یې له موږ سره ښې اړیکې لري، له همدې امله ده چې دغه غونډه به د افغانستان د خلکو په ګټه پرېوځي او ښه پایله به ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري طلوعنیوز ته وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د امنیت شورا غړو ته چې ۱۵ غړي په کې شاملېږي، پنځه یې دایمي او لس یې هم غیر دایمي دي، باید د هغو غونډو، خبرو اترو، تماسونو او د افکارو د بدلون په هکله مفصل راپور ورکړي چې په قطر کې شوي دي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سیدقریبالله هم څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان دې د ځينو هېوادونو د ګټو قرباني کوي دې نه. له بده مرغه ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په تړاو هېڅ جدي اقدام نهدی کړی او تراوسه یې د کارونو پایله مثبته نه وه.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل۲۷۲۱ پرېکړهلیک کې د دغه سازمان له سرمنشي غوښتي و، چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو په تړاو د فریدون سینېرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو د پلي کولو په موخه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي چې ورپسې د ملګرو ملتونو سرمنشي د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په تړاو په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه جوړه کړه.
په دې اړه مو اندونه