د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت هغه غوښتنه رد کړې، چې غوښتل یې د دغه هېواد په پلازمېنه اوتاوا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ور وسپارل شي.
ځينو ګاناډايي رسنیو راپور ورکړی، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیسون کانګ ویلي چې، کاناډا د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نهپېژني او له همدې امله دغه غوښتنه نهمني.
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«لېرې پراته هېوادونه لکه کاناډا او نور هېوادونه تر هغې چې طالبان د هغوی شرطونه ونهمني، کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه نهکړي، ستونزمنه ده چې هغه هېوادونه [لېرې پراته هېوادونه] ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي یا یې سفارتونه ومني.»
د سیاسي چارو شنونکی سید هاشم جواد بلخابي څرګندوي:«ومني او که یې ونه مني، اسلامي امارت یو واقعیت دی. که یې ومني د افغانستان د خلکو حق یې ادا کړی او په یو ډول د رسمیت پېژندلو په معنا دی.»
بلخوا، اسلامي امارت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا لپاره د سفارتونو دوه اړخیز پرانیستل یوه اړتیا ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان اسلامي امارت په ټول کې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او د سفارتونو د پرانستو غوښتونکی دی؛ خو دا چې کاناډا په کوم علت دا ډول ویلي، په کره توګه نهپوهېږم؛ خو اړتیا ده چې د هېوادونو سفارتونه د یو بل په هېوادونو کې پرانیستي وي او دا اړتیا دوه اړخیزه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې په دوحه کې د کاناډا، جرمني، فنلنډ، نیوزیلنډ، سوېلي کوریا، اروپايي ټولنې، هسپانیې، امریکا، ناروې، سویډن، اسټرالیا، برېټانیا او جاپان له استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي وو، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي.