Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: ا.ا له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرتابه غړي مولانا حامد‌الحق سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې هېچا ته ګواښ متوجه نه‌دی.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي عبدالکبیر په دغې لیدنه کې همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت په هېواد کې هېچا ته د ویجاړونکو فعالیتونو اجازه نه‌ورکوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي په برخه کې د علماوو رول مهم بللی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«مولوي صاحب راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دغه راز هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته خطر پېښ کړي.»

ښاغلی فطرت، زیاتوي، پاکستاني پلاوي په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ملتونه ګڼ اسلامي، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر اقتصادي همکاریو سربېره سیاسي اړیکې هم باید پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته يې ګټه ورسېږي.

ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې او مثبت تعامل مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی امان‌الله هوتکي وايي:«زموږ لپاره پاکستان مهم دی او موږ د پاکستان لپاره مهم یو؛ خو په هغه صورت کې مهم یو چې زموږ او پاکستان اړیکې نېک وي، او سره خوشحاله و، او سوداګري وي؛ خو پاکستان تل پر خپلو ژمنو او پر خپلو خبرو باندې وفا نه‌ده کړې.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم څرګندوي:«ښه خبره به دا وي چې دواړه هېوادونه، د بل هېواد په مقابل کې ښه نیت ولري چې هغه مثبتې پایلې رامنځته کړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په خبره، مولانا حامدالحق په دې لیدنه کې د هېوادونو له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل یو اړخیز او ظالمانه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلي پاکستاني پلاوي کابل ته راغلي او د رییس الوزرا په ګډون يې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه