اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو له څرګندونو وروسته، له مسکو څخه غوښتي، له هغو څرګندونو دې ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد یوځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي.
ښاغلي مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«دا ډول اندېښنې بنسټ نهلري او هغوی باید دا ډول څرګندونې ونهکړي؛ ځکه هغه ارامه او ډاډمنه فضا چې لرو، خراب وي یې. حتا له افغانستان سره د منځنۍ اسیا اړیکو ته زیان رسوي. داسې څرګندونې باید ونهشي چې د هغه لپاره دلیل شتون نهلري.»
په دې وروستیو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د دغه هېواد له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې د سیمې وضعیت ستونزمن بللی او ویلي یې دي چې تر ټولو لوی ګواښ له افغانستانه احساسېږي.
هغه دغه راز د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې چې په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی او اصلي موخه یې د ټولیز امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو په سوېلي پولو کې د ورانکارو فعالیتونو پراختیا ده.
سرګي شویګو زیاته کړې:«په سیمه کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او تر ټولو لوی ګواښ له افغانستانه احساسېږي. په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی. اصلي موخه د ټولیز امنیت تړون د سازمان د هېوادونو په سوېلي پولو کې د افراطي ایډیالوژیو او ورانکارو فعالیتونو پراختیا ده.»
بلخوا، د سیاسي او نظامي چارو شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلوعنیوز ته وايي:«امریکا او متحدان یې غواړي چې روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې ووېروي او پر هغوی فشار راوړي.»
د نظامي چارو بل شنونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«کهچېرې روسیه ریښتیا وايي، د دغه پروګرام د مدیریت لپاره باید له افغان حکومت سره دې د استخباراتي معالوماتو تبادله ولري.»
تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا منشي هم په یوې غونده کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې نږدې شل ترهګرې ډلې شته؛ خو اسلامي امارت دا ادعا بې بنسټه بللې ده.