Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې هوکړه لیک څلور کلن شو

د امریکا متحده ایالاتو او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون نن (پنجشنبه، کب ۱۰مه) څلور کلن شو.

دغه هوکړه لیک د ۲۰۲۰ زېږدیز کال فبروري په ۲۹مه په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر پخواني مرستیال، ملا عبدالغني برادر او افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو.

خو د څه باندې څلورو کلونو په تیریدو سره، لاهم اسلامي امارت او متحده ایالات له دې هوکړه لیکه خوښ نه بریښي او یو بل ترې په سرغړونه تورنوي.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیلېدل، په افغانستان کې تلپاتې اوربند، د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان د خاورې نه کارېدل د دغې هوکړې له مهمو برخو ګڼل کېږي.

د ځینو په باور دغې هوکړې په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو ته لاره هواره کړه. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل: « د دوحې هوکړه لیک له نن څخه څلور کاله وړاندې لاسلیک شو او اصلي لامل یې هم د افغانستان د خلکو شل کلنه مبارزه او قرباني وه، چې امریکا مجبوره شوه څو د هوکړه لیک له مخې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.»

د امریکا، تېر حکومت او اسلامي امارت د استازو په ګډون د دوحې هوکړې تر لاسلیکه ۱۸ میاشتې وخت ونیو؛ دغه هوکړه موافقان او مخالفان هم لري.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، افغانستان ته د دغې هوکړې ګټه څه وه؟

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه: « کله چې په لومړي ځل یې لاسلیک کړ ټول پوهېدل چې طالبان واک ته رسېږي. جمهوریت او یا ولسمشر، کابینې او یا ټیم چې هلته یې لېږلی وه، پکار وه چې همغه معقوله لاره یې غوره کړې وه. هر څه د اشرف غني له تېښتې سره خراب شول.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکي، رشید قطبزاده هم وویل: « څنګه چې تمه کېده او څنګه چې د افغانستان خلکو تمه وه، د دوحې له هوکړه لیکه تمې پوره نشوې. امریکایانو د دوحې هوکړه لیک په پلمه غوښتل د افغانستانه له شره ځان خلاص کړي او خپل ځواکونه وباسي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو؛ خو د څه باندې دوه نیمو کلونو له تېرېدو سره سره لا هم اسلامي امارت هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه