Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحې تړون څلور کلن شو؛ امریکا وایي ا.ا خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

سپنه ماڼۍ وایي چې اسلامي امارت دوحې تړون کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی. 

د سپینې ماڼۍ یانده، کارين ژان پییر وایي اسلامي امارت په مانا لرونکو خبرو کې د ګدون په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. 

د سپینې ماڼۍ ویانده، وايي د دوحې هوکړې "طالبان" پیاوړي او په افغانستان کې یې د امریکا شریکان کمزوري کړل.

کارين ژان پییر وویل: « د امریکا د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ زېږیز کال د هوکړې له لاسلیکه څلور کلونه تیریږي. دغې هوکړې طالبان پیاوړي کړل او په افغان دولت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل. ژمنې داسې وې چې موږ خپل ځواکونه له افغانستانه و ایستل. طالبانو د افغانانو د ماناداره خبرو اترو په موخه د هغوی د ګډون په تړاو پر کړو ژمنو عمل و نه کړ، چې پایله به یې د مذاکراتو حل او د ټولګډونه سیاسي نظام جوړېدل و.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت لوړپوړي غړي، انس حقاني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوحې هوکړې لاسلیک د افغانانو د ازادۍ، خپلواکۍ او کرامت رسمیت پیژندلو په مانا و.

هغه همدا راز ټينګار کړی چې نړۍواله ټولنه اوس هم پر خپلو ژمنو عمل کولای شي او له یوې رښتینې سیاسي لارې له اسلامي امارت سره ګډ تفاهم شونی دی.

انس حقاني لیکلي: « د دوحې تړون د انعقاد ورځ د افغانانو د ازادۍ، استقلال او کرامت د په رسمیت پېژندلو ورځ ده؛ د متجاوز له لوري د تړون لاسلیکول په دې اعتراف و چې ا. امارت یو ازادي بښوونکی جریان او د دې خاورې وارث دی. لا هم وخت شته نړۍواله ټولنه د دوحې د تړون هغه پاتې موارد عملي کړي چې محتوا یې "د زمان مرور" د قاعدې لاندې راغلې نه ده. دنیا کولای شي ا. امارت سره د یوې "سیاسي واقع بینۍ" له لارې یو مشترک درک ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي وویل: « امریکایان که ټرمپ وه او که بایډن نه یې پر طالبانو باور لره او نه یې هم د افغانستان پر حکومت او د دوحې قرارداد د دې لپاره وه څو پرته له دې چې پرې ډزې وشي ووځي، او بایډن یو څه ډېر مهم وویل چې ټول پرې فکر وکړي؛ ویې ویل چې افغانستان هېڅ کله هم نه یو کیږي.»

خو اسلامي امارت د سپینې ماڼۍ د ویاندې ادعاوو په ردولو سره امریکا د دوحې هوکړه لیک له ځینو برخه څخه پر سرغړونې تورنوي. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « مثلاً امریکا ژمنه وکړه چې له تورو لستونو، د ملګرو ملتونو د تعزیراتو له لسته ویستل کیږي، پر افغانستان بندیزونه له منځه ځي او دغه راز امریکا د افغانستان له حکومت سره ښې اړیکې جوړوي، د افغانستان په بیارغونه کې برخه اخلي خو برعکس یې ښودل کیږي.»

د دوحې هوکړه له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته، د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال، د کب پر لسمه د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني بردارد ترمنځ لاسلیک شوه.

شریک یي کړئ