Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن په بندري ښارګوټي کې د پرلت کوونکو له خوا د دولتي ادارو بندېدل

د چمن پرلت کوونکو د چمن - سپین بولدک پر دروازې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو په غبرګون کې د خپلو اعتراضونو په دوام، د چمن په ښار کې یې د ټولو دولتي بنسټونو دروازې تړلې دي.

د پرلت غړي وایي چمن کې به تر هغې دولتي ادارې تړلې وي چې، د پاکستان حکومت د چمن - سپين بولدک پر دروازه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو پر پرېکړې بیا کتنه ونه‌کړي.

د چمن د پرلت ګڼ غړو  تېره ورځ (جمعه) د ګمرک، پاسپورټ او ځينو نورو ادارو له کارکوونکو غوښتي وو چې خپلو ادارو ته له ورتګه ډډه وکړي.
   
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي:«تر هغې وخته چې زموږ روزګار بند وي د هغوی دفترونه به هم تړلي وي.»

د چمن پرلت غړی محمد ولي هم وویل:«موږ د پاسپورټ دفتر مخې ته راغلي یو او موږ کارکوونکو ته وایو چې خپلو دفترونه ته دې نه‌راځي.»

د پرلت یو شمېر نور غړي بیا د پاکستان حکومت له مسوولانو سره په لیدنه کې د یادې ستونزې د حل په برخه کې د ځینو پرمختګونو خبر ورکوي.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د یادې ستونزې د حل په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د چمن پرلت غړی محمد یوسف څرګندوي:«په دغه ښار کې له سلو کسانو ۹۰ تنه یې هغوی نه‌مني؛ دا په دې معنا ده چې دغه ښار هر ډول قربانۍ ته چمتو دی؛ خو پاسپورټ ته چمتو نه‌دی.»

ورته مهال، اسلامي امارت هم هیله من دی چې د پاکستان نوی حکومت د یادې ستونزې د حل په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:«موږ هیله لرو چې په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ سره، ټولې پالیسۍ بیاځلې وکتل شي او په هغو برخو کې چې د خلکو او حکومت ترمځ ستونزې رامنځته شوې دي، نوی حکومت هغه ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.»

د سپين بولدک پر دروازه د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو په غبرګون کې، له شاوخوا پنځه میاشتو راهیسې د چمن اوسېدونکو پرلت پېل کړی چې لا هم دوام لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه