Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین:  ۲۵۰۰ نابینایان او کاڼه په حرفوي زده کړو بوخت دي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وایي، د نابینایانو په مرکزونو کې څه باندې دوه زره او پنځه سوه نابینایان او کاڼه په حرفوي زده کړو بوخت دي.

د دغې ادارې ویاند زیاتوي، ټاکل شوې راتلونکی کال په فاریاب، تخار، جوزجان او هلمند ولایتونو کې د ړندو څه باندې څلور مرکزونه جوړ شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ویاند،  نجیب الله امین وویل: « په څلوارلسو ولایتونو کې ټاکل شوې مرکزونه جوړ  کړو، چې له دې جملې په تخار، هلمند، فاریاب او جوزجان کې هم په پام کې دي.»

د نجیب الله امین په خبره، دمګړۍ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ړندو او کڼو لپاره ۱۶ تعلیمي او مسلکي مرکزونه فعال دي.

۲۱ کلن روڼ زړی یا نابینا علي ضیا چې د څه باندې یولسو کلونو راهیسې د روڼ زړو په انسټيټیوټ کې پر تعلیمي او مسلکي زده کړو بوخت دی، هیله لري څو په راتلونکي کې ښوونکی شي.

نابینا،  علی ضیا په دغه مرکز کې د زده کړو په اړه د طلوع‌نیوز خبریال ته زیاته کړه: «د نورو ښوونځيو په څېر دلته درس وایو، دلته په حرفوي او کمپیوټر برخه کې زده کړې کوو.»

۲۴کلن مصطفی چې د زوکړې راهیسې په غوږونو څه نه اوري، د خپلې نامالوم برخلیک په اړه داسې وایي:« پر تقدیر خدای ج پوهېږي وګورم چې، څه کار پیدا کولی شم او که نه چې پکې شامل شم. که ګرافیک وي او یا هم طراحي، غواړم پکې شامل شم او درس ورکړم.»

دغه روڼ زړي له اسلامي امارته غواړي چې، معیوبینو او معلولینو ته پام وکړي او دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

نابینا، محمد حسیني څرګنده کړه: « له اسلامي امارته غواړم چې معلولینو ته د کار زمینه برابره کړي او ځانګړې پاملرنه ورته وشي.»

د روڼ زړو انسټیټیوټ امر بیا وايي، په راتلونکي کال کې به د دغه انسټیټیوټ د جذب کچه لوړه شي.

د نابینایانو انسټیټیوټ امر، نور محمد فیضی زیاته کړه: « موږ دوی ته په منظمه توګه زده کړې ورکوو، ټرانسپورټ لرو چې غواړو په راتلونکي کې یې لا ښه کړو او خپله اداره په نړۍوالو معیارونو برابره کړو او زده کړه هم پراخه کړو.»

تر دې مخکې هم ځینو نابینایانو د دوی ستونزو ته د نه رسېدنې له امله پر سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو نیوکې کړې وې.

شریک یي کړئ