Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغانستان د غويي د ۷مې اغېزې

د غويي د ۷ کودتا د افغانستان د خلق ډموکرا‎ټیک ګوند د واک ترلاسه کیدو او لومړني جمهوري نظام د سقوط لامل شوه.

دغې پېښې د افغانانو پر ژوند بدې اغېزې وکړې او د سیاستوالو په وینا تر دې وروسته په افغانستان کې په څه باندې تیرو څلورو لسیزو کې پایدار نظام جوړ نشو.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: د سردار محمد داوود خان له نظام وروسته، افغانستان پايېدونکی نظام و نه لید، ولې یې و نه لید ځکه چې زمینه ورته برابره نشوه، دویم دا چې د بهرنیانو له ایډیالوژۍ استفاده شوې ده.

د کمونیستي نظام حاکمیت هم بې سرخوږي نه وو او په افغانستان کې یې د واک تر نیولو وروسته د یاد ګوند ترمنځ هم مخالفتونه رامنځته شول.

د نظامي چارو شنونکي، خلیل احمد نادم په دې تړاو ویل:  د حفیظ الله امین لاس په دې مخالفتینو کې ډیر بره و، چې دغه مخالفتونه ددې لامل شول چې د پرچم لاس یې له واکه را لنډ کړ ځینې یې تبعید کړل، لکه ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، اناهیتا، نور احمد نور او نور او ځینې نور لکه جنرال قادر، شاپور او دا نور یې بندخونې ته واچول او ګڼ نور یې و وژل.

د دغه نظام پرځول اسانه نه و او په لسو کلونو جګړو کې میلیونونه کسان له هیواده کډوال او سلګونه زره نور ووژل شول.

خو په هیواد کې د دغه شان پېښو له تکرار څخه د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني په دې تړاو طلوع‌نیوز ته و ویل: موږ باید هر وخت د خلق ډيموکراټيک ګوند له وخته د الګو په توګه زده کړه وکړو. او له هغه باید نن او سبا ګټه پورته کړو.

د غويي له ۷ په افغانستان کې څه باندې لس حکومتونه جوړ شول او په وروستۍ پېښه کې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد په ۲۴ د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته اسلامي امارت د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

پر افغانستان د غويي د ۷مې اغېزې

دغې ورځې د افغانانو پر ژوند بدې اغېزې وکړې او د سیاستوالو په وینا تر دې وروسته په افغانستان کې په څه باندې تیرو څلورو لسیزو کې پاېیدونکی نظام جوړ نشو.

تصویر بندانگشتی

د غويي د ۷ کودتا د افغانستان د خلق ډموکرا‎ټیک ګوند د واک ترلاسه کیدو او لومړني جمهوري نظام د سقوط لامل شوه.

دغې پېښې د افغانانو پر ژوند بدې اغېزې وکړې او د سیاستوالو په وینا تر دې وروسته په افغانستان کې په څه باندې تیرو څلورو لسیزو کې پایدار نظام جوړ نشو.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: د سردار محمد داوود خان له نظام وروسته، افغانستان پايېدونکی نظام و نه لید، ولې یې و نه لید ځکه چې زمینه ورته برابره نشوه، دویم دا چې د بهرنیانو له ایډیالوژۍ استفاده شوې ده.

د کمونیستي نظام حاکمیت هم بې سرخوږي نه وو او په افغانستان کې یې د واک تر نیولو وروسته د یاد ګوند ترمنځ هم مخالفتونه رامنځته شول.

د نظامي چارو شنونکي، خلیل احمد نادم په دې تړاو ویل:  د حفیظ الله امین لاس په دې مخالفتینو کې ډیر بره و، چې دغه مخالفتونه ددې لامل شول چې د پرچم لاس یې له واکه را لنډ کړ ځینې یې تبعید کړل، لکه ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، اناهیتا، نور احمد نور او نور او ځینې نور لکه جنرال قادر، شاپور او دا نور یې بندخونې ته واچول او ګڼ نور یې و وژل.

د دغه نظام پرځول اسانه نه و او په لسو کلونو جګړو کې میلیونونه کسان له هیواده کډوال او سلګونه زره نور ووژل شول.

خو په هیواد کې د دغه شان پېښو له تکرار څخه د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني په دې تړاو طلوع‌نیوز ته و ویل: موږ باید هر وخت د خلق ډيموکراټيک ګوند له وخته د الګو په توګه زده کړه وکړو. او له هغه باید نن او سبا ګټه پورته کړو.

د غويي له ۷ په افغانستان کې څه باندې لس حکومتونه جوړ شول او په وروستۍ پېښه کې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد په ۲۴ د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته اسلامي امارت د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه