د کابل په دشت برچي کې د غویي د ۷ په مناسبت یو شمېر اهل تشیع عالمان او د پلازمېنې یو شمېر اوسیدونکي راټول شوي او دا ورځ په افغانستان کې د بې ثباتۍ پیل ګڼي.
د دوی په اند له ننه ۴۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د خلق ډموکراټیک ګوند کودتا لامل شوه چې افغانستان کلونه په جګړو، نا امنیو، بې وزلۍ او وروسته پاتې کیدو کې تیر کړي.
دیني عالم، عبدالقادر عالمي و ویل: ټولې جګړې، دربدرۍ، ستونزې، ویجاړۍ او بدمرغۍ چې په افغانستان کې په دې تېره نیمه پېړۍ کې تېرې شوې، له هماغې کمونیستي کودتا را وروسته راپېښې شوې.
دوی یو ځل بیا له اسلامي امارته ملاتړ وکړ او په هیواد کې یې په یو شان د هیوادوالو حقونو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اهل تشیع شورا غړی، امیر رحیمي و ویل: که نیوکه لرئ او خپل مشروع حقونه غواړئ، اسلامي حکومت خپله رهبري لري. ځای لري. راټول شئ او ورشئ خپل عرض په جدي توګه وړاندې کړئ.
دغو عالمانو دغه راز ټینګار وکړ چې د افغانانو دښمنان تل هڅه کوي له بیلابیلو لارو د قومونو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي خو په دې کار نه دي بریالي شوي.
په دې اړه مو اندونه