د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوحې او اسلاماباد ته، د دغه وزارت د سیاسي مرستیال جان بس له سفر څخه خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلی بس به په دغه سفر چې د اپرېل په ۲۶مه پېل شوی ټاکل شوې د اپریل تر ۳۰مې دوام ومومي، او دغه امریکايی چارواکی به د دغه سفر په لړ کې له افغانستانه د ملاتړ او د سیمې د ګډو امنیتي ګټو په تړاو له قطري او پاکستاني چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي:«په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې قطر او پاکستان ته سفر وکړي. نوموړی به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر د حکومت له جګپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماټېکو پلاوو سره وګوري او له افغانستانه د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په تړاو به ورسره خبرې وکړي.»
که څه هم اسلامي امارت د دغه امریکايي چارواکي د سفر په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې، د ځینو ننګونو د حل په موخه باید د نورو هېوادونو استازي او چارواکي لومړی له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي سیمې ته د دغه امریکايي چارواکي سفر د امریکا متحده ایالاتو سیاسي سیالانو له هغې ډلې روسیې ته د ډګر نهپرېښودل بللي دي.
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«ښاغلی بس له اوږدې تجربو سره د افغانستان له مسایلو پوهېږي چې پاکستان او قطر دوه ډېر ستر او د افغانستان پر تحولاتونو ډېر مهم او اغېزناک هېوادونه دي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی نجیبالرحمن شمال ویلي:«څه باندې دوه نیم کاله کېږي چې امریکا افغانستان یې پرېښی دی؛ خو هېڅکله حاضره نهده چې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې له لاسه ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى توماس وېسټ د وري میاشتې پر څلورمه هند ته ولاړ او د هغه هېواد له ځينو چارواکو سره يې په افغانستان کې د ډيپلوماتيکو اړيکو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې؛ د نوموړي د دغه سفر پر مهال اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو له استازي غوښتي وو چې، د خپلو سفرونو په لړ کې دغو هېوادونو ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه وکړي.
په دې اړه مو اندونه