Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر کال تر یو نیم میلیون ډېر افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، تېر يوه کال کې څه د پاسه يو نيم ميليون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

خلیل الرحمن حقاني پکتیا کې د کډوالو ځایي کمپ لپاره د یو روغتون پرانیستې مراسمو کې ویلي پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی او ناوړه چلند کېږي او دغو هېوادونو د دې چارې د درولو غوښتنه کوي.

خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه: « له پاکستانه تېرو څلورو میاشتو کې ۶۰۰ زره راستانه شوي، له ایرنه یوازې د تېر کال د وري میاشتې راهیسې د روان کال د وري تر پایه یو میلیون افغانان راستانه شوي دي.»

د خلیل الرحمن حقاني په خبره، د کډوالو په کمپونو کې يې اړينې اسانتياوې برابرې کړي او په خوندي توګه خپلو سيمو ته لېږدول شوي دي. 

هغه وویل: « دلته چې د دوه هېوادونو چارسمبالي او سفیران دي، موږ له دوی بیا بیا غوښتنه کړې او  دوی هم له موږ سره ژمنه کړې.»

بلخوا تازه راستانه شوي افغانان بیا، د دایمي سرپناه او کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

له پاکستانه را ایستل شوي، نور خان وویل: «ډېری راستانه شوي ځمکې نه لري، دوی ته باید ځمکې توزیع شي.»

له پاکستانه یو بل را ایستل شوي، جاويد هم هم وویل: « د راستنو شویو کډوالو لپاره باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي.» 

دغه روغتون د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کډوالو په کمپ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له لوري د ۳۷۵ زره ډالرو په لګښت جوړيږي، چې په شپږو مياشتو کې به بشپړ شي.

شریک یي کړئ