د رسنیو د آزادۍ په نوملړ کې چې د بې پولې خبریالانو د مرکز له لوري خپور شوی، افغانستان له ۱۵۲ ځایه ۱۷۸ ځای ته تللی او د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ لپاره بد هېواد پیژندل شوی دی.
ې پولې خبریالانو او د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د ورځې په مناسبت د یو راپور او نوملړ په خپرولو سره د خبریالانو پر وړاندې محدودیتونو له لګولو او هغوی له نیولو اندېښنه څرګندې کړې او د هغو د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپوره په یوه برخه کې راغلي: (د افغانستان د خبریالانو مرکز د می د درېیمې په مناسبت په هېواد کې پر رسنیو د سختو محدودیتونو او خبریالانو د نیولو د دوام په اړه سخته اندېښنه څرګندوي او د دغې لړۍ د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.)
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرایي رییس، احمد قریشي و ویل: د ۲۰۲۳ کال له می میاشتې تر دې دمه له خپلو قانوني حقونو د محرومیت له پلوه له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي. له بده مرغه د تېرو کلونو پرتله دغه محدودیتونه زیات وو.
یوې خبریالې، فرحناز هم زیاته کړه: اطلاعاتو ته نه لاسرسی، سمه ده چې موږ اطلاعات لرو، موږ سره خبرې کوي خو کله چې خبریالان له ویاندویانو سره اړیکه کوي، د وټس اپ له لارې کلیپونه استوي.
بل لور ته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې، روزا اوتونبایوا، په قطر کې میشت د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویاند او د بښنې نړۍوال سازمان پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو له لګولو د اندېښنې په څرګندولو سره د خبریالانو پر ملاتړ او ساتنه ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، اتیا سلنې ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونې او ګواښ له امله بې روزګاره شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا و ویل: (د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله ، موږ د افغانستان ټولو خبریالانو ته درناوی کوو، د ملت ته د پوهاوي ورکړې لپاره ښه هڅه کوي، نو دا ورځ باید ونمانځل شي، ملاتړ یې وشي او ساتنه ترې وشي.)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور په یوه برخه کې راغلي: (په افغانستان کې اتیا سلنې ښځې د محدودیتونو د لګېدو، ځورونې او ګواښ له امله د دندې پرېښودو ته اړ شوي، د رسنیو د ازادۍ پر ورځ او هره ورځ، موږ د ښځینه خبریالانو له رسنیزو نوښتونو چې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره یې ترسره کوي ملاتړ ته دوام ورکوو.)
د بښنې نړۍوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې وايي: (کله چې د رسنیو کارکوونکي وکړای شي له ویرې پرته خپل کار ترسره کړي، هغه وخت کېدای شي د افغانانو کیسې او موجد شرایط مخې ته راشي او بیان شي، د هغوی د بیان د آزادۍ حق باید لومړیتوب وي او ملاتړ یې وشي.)
په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویاند، اریو کریفو و ویل: (د رسنیو لپاره قانوني چاپیریال لا هم مبهم دی او د دولتي فعالیتونو په اړه معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی دی، ښايي تر ټولو مهمه او ناهیلې کوونکې موضوع، په دې برخه کې د ښځو د شمېر او د افغانستان په رسنیو کې د هغوی د استازولۍ کموالی دی.)
خو اسلامي امارت له خبریالانو سره په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ او هغوی ته په ارزښت ورکولو د ټینګار ترڅنګ له ټولو رسنیو غواړي چې د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه و ویل: د رسنیو لپاره د اسلامي امارت توصیه دا ده چې د ملي او اسلامي ارزښتونو او عنعناتو ته پاملرنې سره خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه دي.
په دې اړه مو اندونه