د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال په افغانستان کې د داعش ډلې له ځپنې ډاډ ورکوي.
د خراسان داعش څانګې د بریدونو د زیاتوالي په تړاو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګر له وروستېو ادعاو سره هم مهاله د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره دغه ډله په هېواد کې ځپل شوې ده.
دغه استخباراتي چارواکی په یوه ولسي غونډه کې ډاډ ورکوي چې داعش نور په هېواد کې د لویو بریدونو د ترسره کیدو وړتیا نه لري.
د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال، رحمت الله نجیب ویلي: تاسې ته ډاډ درکوم چې په افغانستان کې داعش نشته خو ځينې وختونه په پټه ځينې بریدونه کوي، د دوی دغه ډول حرکتونو ته باید موږ او تاسې پام ولرو. دا هغه مهال کیدای شي چې موږ په اړیکه کې اوسو او د دوی حرکات خنثی کړو.
بل لور ته، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان وضعیت په ۱۵۹ مخیز راپور کې راټول کړی او پکې لیکلي یې دي چې د داعش خراسان څانګې د بریدونو پراختیا، نړۍوال ګواښونه زیاتوي.
د سیګر د راپور لمخې، د داعش دغې څانګې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ګډون په روسیې، ایران، پاکستان او ترکیه کې هم بریدونه ترسره کړي دي.
د سیګر د راپور په یوه برخه کې راغلي: (د داعش خراسان څانګې موخې په ښکاره توګه نړۍوالې دي چې له افغانستانه بهر ځي. تر دې مخکې یې په پاکستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې بریدونه کړي او په وروستیو کلونو کې مو ولیدل چې ورو ورو یې له افغانستانه بهر د یو ګواښ د رامنځته کولو وړتیا پیدا کړه.)
د نظامي چارو شنونکي، زلمي افغانیار په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: که د نړۍ هېوادونه په رښتیا هم له دې موضوع ډار لري نو ګاونډي هېوادونه دې اړ کړي چې د ترهګرو کمپونه ټول کړي او موږ ترې اغېزمن نه کړي.
تر دې وړاندې امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو ډلو پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې ټېنګار کړی او زیاته کړې یې وه چې هېواد یې باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به ترهګرو ته په امن پټنځای بدل نه شي.
په دې اړه مو اندونه