Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان اعتراضونه؛ لوی درستیز د «ستونزې د حل» خبره کوي

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت چې د اعتراض کوونکو د غوښتنو د څېړنې لپاره بدخشان ته تللی، ویلي چې د اعتراض کوونکو له استازو سره تر خبرو وروسته ستونزه حل شوې ده.

ښاغلي فطرت ویلي:«دې پایلې ته ورسېدو هغه شخړه چې رامنځته شوې او لاریون چې شوی، د ځينو غلط فهمیو له امله و چې په سمه توګه حل شو. حکومت د هغې سیمې له اوسېدونکو سره هوکړې ته رسېدلی او د دوه تنو له وارثینو سره چې وژل شوي هم خبرې شوي او حل شوه.»

بل پلو د اعتراض کوونکو استازي وايي د اسلامي امارت له مسوولانو سره تر خبرو وروسته یې اعتراض پایته رسولي دي.

د بدخشان د درایم ولسوالۍ د اعتراض کوونکو استازی عبیدالله وايي:«د ملت او اسلامي امارت ترمنځ هېڅ مخالفت نشته. دلته هېڅوک په چا کار نه‌لري او دلته څوک نه‌شي کولای چې د خپلو سیاسي غوښتنو پر بنسټ له بهره نفوذ وکړي.»

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اعتراض کوونکو استازی محمد مضراب هم څرګندوي:«هغه څه چې د اسلامي امارت ځواکونو او د ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ پېښ شوي وو، یوه غلط فهمي وه او نننۍ غونډه هم ډېره ښه مخته ولاړه.»

د بدخشان د ارګو او درایم ولسوالیو اوسېدونکو د جمعې او شنبې په ورځو د دوی د کروندو د له‌منځه وړلو په غبرګون کې په لاریونونو لاس پورې کړې چې پایله کې یې دوه تنه و وژل شول؛ خو امنیتي ځواکونو ویلي و چې دوی د کوکنارو کروندې له منځه وړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه