Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د لوړو زده‌کړو وزارت په سمینار کې د ا.ا د مشر نوې څرګندونې

د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د لوړو‌ زده‌کړو وزارت د درې ورځني سمینار په وروستۍ ورځ ویلي چې لوېدیځ هېوادونه د دې په هڅه کې دي چې په اسلامي هېوادونو کې دین او سیاست سره جدا کړي.

د لوړو‌ زده‌کړو وزارت پر احواله، په دغه سمینار کې د اسلامي امارت مشر زیاته کړې چې د سیاسي چارو مخته بیول د علماوو حق دی.

د اسلامي امارت مشر همدارنګه د عمومي بښنې پر فرمان له تایید سره ویلي چې اسلامي امارت د افغانانو او فلسطین د خلکو په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانانو پر وړاندې نېک نیت لري.  

د اسلامي امارت مشر زیاتوي:«لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې دین له سیاسته جلا کړي، په اسلامي هېوادونو کې د علماوو حق دی چې په سیاست کې حضور ولري. که زما فرمانونه د دیني لارښوونو خلاف وو، علما دې یې نه مني.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې برخه کې علمای کرام ښه رول لري چې د رسنیو، منبرونو او عمومي جلسو له لارې د اسلامي کلتور او اسلامي عادتونو او نبي اکرم (ص) سنت خلکو ته ورسوي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت د ویاند په وینا، د اسلامي امارت مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړه، چې علماء باید د اختلافاتو، انحرافاتو او نافرمانیو مخه ونیسي.

د اسلامي امارت مشر دغه راز علماوو ته ویلي دي چې که د ده فرمانونه د شریعت خلاف وي، نه دي مني.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر وايي:«د عفوې فرمان باید له هماغه شدت سره یې تعقیب شي، مراعت شي، څو موږ وکړای شو، یوه سوله‌ییزه فضا رامنځته کړو او نه یوازې په دې چاره کې چې یو بل ونه‌وژنو بلکې په ټولو برخو کې باید د افغانستان بر خلکو د عفوې فرمان تعقیب شي.»

تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشر د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر د لمانځه لپاره راټولو شویو خلکو ته په وینا کې د شرعي حدودو په پلي کولو کې د نورو هېوادونو پر لاسوهنې نیوکه کړې وه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه