Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه

د بدخشان په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان چاودنه کې درې تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغو شمېرو له پخلي سره وایي چې، دا چاودنه نن (چهارشنبې) له غرمې مخکې، فیض‌اباد ښار کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان شوې ده.

ښاغلی قانع زیاتوي چې پېښه له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټرسایکل د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل:«دغه ماین په داسې حال کې چاودنه وکړه چې د پولیسو کاروان د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړلو په موخه له هغې سیمې تېرېدل. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، له بده مرغه درې تنه پولیس شهیدان شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.»

بلخوا د پېښې یو عیني شاهد امان‌الله بیا د دې چاودنې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:«په هټۍ کې ناست وم چې د چاودنې غږ وشو. یو موټر ودرېد او نور موټر هم د هغه ترشا ودرېدل. له هغې وروسته یې موږ ته اجازه رانه‌کړه چې له هټۍ څخه ووځو.»

ورته مهال، د بدخشان مرکز فیض اباد ښار اوسېدونکي له چاودنې وروسته، له امنیتي بنسټونو غواړي چې، د امنیت ټینګښت په پرخه کې لا هڅې وکړي.

د بدخشان اوسېدونکی رسول وايي:«موږ د سیمې د خلکو په توګه له دوی سره همکار یو او له دې وروسته دې متوجه وي چې دا ډول پېښې رامنځته نه‌شي.»

د بدخشان بل اوسېدونکي هم طلوع‌نیوز ته وویل:«ډېر اندېښمن یو. ښځې او ماشومان ټول په کور کې وېرېدلي دي.»

تر اوسه د دې چاودنې پړه کوم کس او یا هم کومې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې؛ خو کورنیو چارو وزارت وایي چې، په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه