Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کونړ کې تر اته کلن ځنډ وروسته دوه ښوونځي پرانیستل شول

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو توغندیزو بریدونو او جګړو له امله تړلي دوه ښوونځي تر اته کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شول.

د کونړ د پوهنې ریاست وایي، سیمې ته د ځایي خلکو په راستنېدو یې دغه دوه ښوونځي فعال کړي او ښوونیزه برخه کې به د دې سیمې اوسېدونکو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
  
د سرکاڼو ولسوالۍ د پوهنې امر، خانه ګل عبید وویل:« ډېری کورنۍ د راستنېدو په حال کې دي، د ناوې په متوسطه ښوونځي کې ۷۰ تنه او د کمر کلي په ابتدایه ښوونځي کې ۳۰ تنه زده کوونکي زده کړه کوي.»
    
د کونړ پوهنې رییس، محب الله حیدري وویل: « کله چې کورنۍ کوچ کوي نو اولادونه یې هم ورسره ځي، چې زده کوونکي نه وي نو ښوونځي تړل کیږي. لویه ستونزه یې دا وه چې د پاکستانه له لوري ډېرې مرمۍ زموږ په لور راتللې؛ کله به چې جګړه رامنځته کېده نو له شاه به هم مرمې راتلې؛ نو له همدې امله ښوونځي تړلې وو.»

ځایي خلک د ښوونځیو فعالېدو ته خوښ دي، خو له مسوولینو د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.

زده کوونکي، حضرت الله وویل: « نورې کورنۍ هم راستنېږي او د زده کوونکو شمېر ډېرېږي، زموږ ستونزه کتاب او قرطاسیه ده، هیله لرم چې دولت موږ سره د کتابونو او کاغذونو مرسته وکړي.»

د سیمې اوسېدونکي، حبیب‌الله هم وویل: « دلته باید ډېر ښوونځي وي، زده کوونکو ته باید کتابونه او قلمونه ورکړل شي.»

۳۵ کلن ضیاء الرحمن  چې په خپله یې زده کړې نه دي کړې، هر سهار نیم ساعت پلي مزل کوي او خپل اولادونه تر ښوونځي رسوي.

نوموړی وایي، یوازینۍ هیله یې دا ده، چې بچیان یې د علم په ګانه سمبال شي.

ضیاءالرحمان زیاته کړه: « زه خپل اولادونه له هغې پورته سیمې د زده کړو لپاره دلته راولم.»

د سیمې اوسېدونکې، هوسۍ هم وویل: « هلته نجونې ښوونځي ته تللې، زه ډېره ناهیلې کېدم خو اوس چې زموږ ښوونځی جوړ شو ډېره خوشاله یم، غواړم راتلونکي کې ډاکټره شم.»

د کونړ د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې ۴۴۰ ښوونځيو کې ۲۲۹ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه