Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان برید په تړاو څلور تنه نیول شوي

د بدخشان امنیه قومندانۍ وايي فیض اباد ښار کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ چاودنې په تړاو یې څلور تنه تورن کسان نیولي دي.

ددغه ولایت د امنیت امر، دوست محمد عبېده طلوع نیوز ته وايي له نیولو شویو کسانو پلټنې روانې دي.

د بدخشان د امنیت امر، دوست محمد عبیده و ویل: «څلور شکمن کسان مو د دغه برید اړوند نیولي او څېړنې ترې روانې دي. جزییات به یې وروسته شریک کړو.»

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي دغې چاودنې اندېښمن کړي.

دوی له امنیتي بنسټونو د امنیت ټینګښت برخه کې د لازیاتو هڅو غوښتنه کوي.

د بدخشان اوسېدونکي، شفیق الله جعفري و ویل: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو پېښو مخه ونیسي، څو خلک په امن فضا کې ژوند وکړي.»

د بدخشان اوسېدونکي، معراج الدین رحیمي هم څرګنده کړه: «د اسلامي امارت له ځواکونو زموږ غوښتنه دا ده چې څنګه یې په تېر کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې  هڅه کړې وه، له دې وروسته هم هڅه وکړي څو د بدخشان اوسېدونکي اندېښنه و نه لري.»

د چهارشنبې پر ورځ له ماسپښین مخکې یوولس بجې د کورنیو چارو وزارت پر کاروان فیض آباد ښار کې چاودنه شوې چې د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په خبره درې تنه امنیتي ځواکونو پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ددې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ