Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل امنیه قومندانۍ له خوا د قتل په تور د الله‌ګل مجاهد نیول

د کابل امنیه قومانداني وایي چې الله ګل مجاهد د یوه کس په قتل کې د لاس لرلو په تور توقیف شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي چې الله ګل مجاهد به د دوسیې تر څېړل کېدو او د باصلاحیته محکمې تر حکمه به په توقیف کې وي.

خالد ځدراڼ د وژل شوي کس نوم سعیدالله یاد کړی او ویلي یې دی چې د تېر کال به کب میاشت کې وژل شوی دی.

ښاغلي ځدراڼ ویلي:«الله ګل مجاهد د مقتول قارى سعيدالله په قضیه کې چې په ۹ـ۱۲ـ۱۴۰۲ تاریخ وژل شوی، مظنون دی. موجود مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجاب کوي چې د نوموړي ازادي محدوده شي. له دې امله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتې کېدو تصمیم ونیول شو.»

د تېر دولت د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد د کورنۍ غړو تر اوسه د هغه د نیول کېدو په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.

الله ګل مجاهد دغه‌راز د اسلامي امارت د واکمنېدو په لومړیو ورځو کې هم نیول شوی و چې، وروسته بېرته خوشی شو او څه موده وروسته یې هېواد پرېښود؛ خو نوموړی وروسته له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په منځګړيتوب د تېرکال د چنګاښ پر څلورمه هېواد ته راستون شو.

د سیاسي چارو شنونکی عزیزمعارج په دې هکله وايي:«سمه ده چې د محکمې تر وروستي حکمه تورن بې‌ګناه وي؛ خو تورن په توقیف کې وي، څو رسېدنه وشي او د قانون له منګولو ونه‌تښتي.»

الله ګل مجاهد د تېر حکومت د استازو جرګې په څو دورو کې د کابل د خلکو د استازي په توګه کار کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه