Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د ازبیکستاني پلاوي راتګ

د ازبیکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ د وزیر په ګډون د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغی دی.

دغه ازبیکستاني پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې پر اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو مسایلو، د سیمه‌ییز اتصال پر پروژو او ګډو پروژو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي ویلي چې، افغانستان له ډېر وخت وروسته د سولې او ثبات لارې ته راستون شوى او دا د ازبیکستان په ګډون د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته یو ښه فرصت دی چې د اسلامي امارت له اقتصاد محوره تګلارې ګټه پورته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وايي:«ازبیکستان د افغانستان له لارې کولای شي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته، خپله راکړه ورکړه په مناسبه بیه ترسره کړي او دا غونډې کولای شي چې ټولو دخیلو هېوادونو ته ارزښناک رول ولوبوي.»

په دې کتنه کې ازبیکستاني پلاوي د لېږد رالېږد د لا ښه والي په موخه په ګمرکونو کې د کاري وخت د زیاتولو، د ګمرکي تعرفو د کمولو، افغان موټر چلوونکو، محصلانو او سوداګرو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو د برابرولو او د افغان – ټرانس پروژې د عملي کار د پيلولو او د امکاناتو د ارزوولو په موخه کابل ته د دغه هېواد د تخنیکي ټیمونو د سفر او له افغانستانه د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرلو خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې ازبیکستاني پلاوي د لېږد رالېږد د لا ښه‌والي په موخه په ګمرکونو کې د کاري وخت د زیاتولو، د ګمرکي تعرفو د کمولو، افغان موټر چلوونکو، محصلانو او سوداګرو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو د برابرولو او د افغان – ټرانس پروژې د عملي کار د پيلولو او د امکاناتو د ارزوولو په موخه کابل ته د دغه هېواد د تخنیکي ټیمونو د سفر او له افغانستانه د یو مېلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرلو خبر ورکړی دی.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«زه فکر کوم چې افغانستان له ښه اقتصاد سره، له سولې او ټيکاو سره د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا په ګټه به وي او له همدې امله ده چې لیده کاته زیات شوي دي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د اسلامي امارت له چارواکو سره د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبیکستان د پلاوي کتنې د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې ګټور بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«ازبیکستان هم لېوالی دی چې د افغانستان له لارې له کراچۍ سره وصل شي، له سمندر سره وصل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست هم له شپږ اړخیز دهلیز سره د یو ځای کېدو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته سفر وکړ او د دغه سفر په لړ کې یې له ازبیکستاني چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اسانتیاوو د برابرېدو په ګډون پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې وې.
 
شریک یي کړئ