Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اهل تشیع عالمان په هېواد کې له تبعیض پرته واکمني غواړي

د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمان له اسلامي امارته غواړي چې، په افغانستان کې له تبعیض پرته حکومتولي وکړي.

دوی وايي، د هېواد شیعیان په هر ډول شرایطو کې له سرپرست حکومت سره همکار دي او همداراز له اسلامي نظامه ملاتړ کوي.

د کابل په لوېدیځ کې د اهل تشیع یو شمېر دیني عالمانو او خلکو د مسلمانانو د معنوي ملاتړ په نامه یوه غونډه کې یو ځل بیا له اسلامي امارته خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه دیني عالمان له سرپرست حکومته تمه لري څو له تبعیض پرته په هېواد کې حکومتولۍ ته دوام ورکړي او ټينګار کوي چې د هېوادوالو پر ستونزې باید یو شان حل کړای شي.دیني عالم، بازل و ویل: « د اسلامي امارت له مشرانو او علماو غواړو چې له تبعیض او تعصب پرته او شخصي ګټو پرته د یوه دیني افغانستان لپاره فکر وکړي.»

د مصباح په نوم یو بل دیني عالم و ویل: «داسې لاملونه او فکټورونه باید وي چې یوه ټولنه پرې ژوندۍ وي، یوه ټولنه باید معنوي ژوند و لري.»

 یو شمېر دیني عالمان دغه راز تاییدوي چې د ټولنې د اصلاح لپاره اړتیا ده څو دیني عالمان او حکومت په ګډه کار وکړي.

علي داد علي زاده و ویل: «هم دیني عالمان او هم حکومت دا مسوولیت لري او دا ګډ مسوولیت دی چې باید سر ته ورسول شي.»

بلخوا، د اتلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر آمر هم چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، په ټولنه کې د حجاب پر رعایتېدو ټینګار کوي.

د اتلسمې حوزې د امربالمعروف او نهې عن المنکر امر، امین الله زاهد و ویل:: «اوسنیو وختونو کې ښځې په داسې ډول بازار ته راووځي چې ته به وايې سړي دي، وېښته او زیب او زینت یې له لرې ښکاري.»

د دغه پروګرام ګډونوالو یو ځل بیا په هیواد کې د منکراتو پر مخنیوي ټینګار وکړ او ځوانانو ته یې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د اتلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر آمر هم چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، په ټولنه کې د حجاب پر رعایتېدو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ