غور کې د یوې چورلکې د نسکورېدو په پایله کې یو تن وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناستې ته اړه شوې وه؛ خو په فیروز ښار کې د غور ولایت له ودانۍ سره د ټکر له امله هریرود سیند ته ولوېده.
دفاع وزارت په دغې خبرپاڼه کې ویلي دا چورلکه هریرود سیند ته د لوېدلي موټر قربانیانو د جسدونو د را ایستلو لپاره له هراته، غور ته راغلې وه.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«نن سهار د هوایي ځواکونو یوه «MI۱۷» چورلکه چې زموږ د هېوادوالو د جسدونو ایستلو په موخه، چې څو ورځې ولاندې یې موټر د غور هریرود سیند ته لوېدلی و، استول شوې وه، چې له ژغورنې وروسته چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او د بېړنۍ ناستې پر مهال فیروزکوه ښار کې له یوه دېوال سره ولګېده، چې بدبختانه په دې پېښه یو تن شهید او ۱۲ نور ټپیان شول.»
د پېښې شاهدان وايي چې دغه چورلکه له هریرود سیند څخه د سېلابونو د قربانیانو جسدونو را ایستنې وروسته هرات ته ستنېده چې تخنیکي ستونزه ورپېښه شوه.
د پېښې شاهد سمیعالله وايي:«موږ له دې ځایه تېرېدو چې چورلکه زموږ له سره تېره شوه او له بده مرغه وروسته ولوېده.»
د پېښې بل شاهد عبدالحمید هم وویل:«دغه چورلکه پورته شوه او غوښتل یې چې د هرات په لور حرکت وکړي، وروسته له دېوال سره ولګېده او ولوېده.»
د ملکیانو د سپرلۍ دا موټر دوه ورځې وړاندې له هرات ولایته غور ته پر لار د فیروز کوه ښار کې له سړک واوښت او د هریرود سیند توپاني څپو ته ولوېد.