Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر وخت د مرستو پر نه‌رسېدو د بغلان د سېلاب‌ځپلو نیوکې

د بغلان ولایت ځينې سېلاب‌ځپلي پر وخت د مرستو پر نه‌رسېدو نیوکه کړې ده.

دا سېلاب‌ځپلي چې د مرستو لپاره سروې شو او تر اوسه یې هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي، له سرپرست حکومته غواړي چې د هغوی ستونزو او ننګونو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.
 
بغلان کې سېلاب‌ځپلی نورالله وايي:«موږ یې سروې کړو؛ خو تراوسه مرستې نه‌دي رارسېدلي. باید ژر تر ژره مرستې راورسوي او خېمې راکړي، ماشومان لرو چې اوس پر رڼه میدان یو.»

بغلان کې سېلاب‌ځپلی عجب ګل هم څرګندوي:«سروې وشوه او تراوسه مرستې نه‌دي رارسېدلي. که‌چېرې یوه ډوډۍ د مرستې په نوم راځي، مستحق کس ته نه‌رسېږي. د شاوخوا خلک راځي او چور کوي یې.»

بل پلو د ځينو مرستندویه بنسټونو مسوولان بغلان کې د سېلابونو د زیان کچه لوړه بولي او اوسنۍ مرستې بسندویه نه‌بولي. دوی له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې له سېلاب‌ځپلو سره مرستو ته را ودانګي.

د یو مرستندویه بنسټ مسوول محمد رفیع څرګنده کړه:«هر څوک باید تر خپلې وسې له دغو خلکو سره مرسته وکړي او هر څه یې چې له وسې پوره ترسره یې کړي.»

قومي مشر محمد ابراهیم وايي:«موږ د دغې منظرې د لیدو وس نه‌لرو، الله(ج) دې زموږ له خلکو سره مرسته وکړي. موږ هر څه چې په توان کې لرل له خلکو سره مو مرسته وکړه.»

له دې سره هم‌مهاله د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وايي د مرسته شویو جوپو له وېش سربېره سرپرست حکومت د هر قرباني د کورنۍ غړو سره سل زره افغانۍ مرسته کوي.

علم مجیدي زیاتوي:«د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د یوې کمېټې له لورې په بغلان ولایت کې چې په وروستیو سېلابونو کې یې ژوند بایللی او شهیدان شوي د هر شهید پر سر هرې کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ وېشل کېږي. د هر شهید پر سر ۱۰۰ زره دي که‌چېرې د یوې کورنۍ درې شهیدان وي ۳۰۰ زره او که زیات وي زیاتې پیسې ورکول کېږي.»

د بغلان د سیمه‌ییزو مسوولانو د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د ورک شویو د جسدونو د موندنې عملیات روان دي. د دوی په خبره تراوسه دغو سېلابونو کې د ورک شویو کسانو شمېر معلوم نه‌دی.

د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وايي د مرسته شویو جوپو له وېش سربېره سرپرست حکومت د هر قرباني د کورنۍ غړو سره سل زره افغانۍ مرسته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه