د ریاست الورزا سیاسي مرستیال یو ځل بیا وايي چې اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره همغږی نه دی.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو ترڅنګ له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو او نورو مسایلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال وايي، مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د سرپرست حکومت په مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت و ویل: « مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې و ویل، په کابل کې د یوناما په شتون کې په داسې حال کې چې یو مرکزي حکومت حاکم دی او جګړه نشته، د ځانګړي استازي د ټاکلو سره اسلامي امارت توافق نه لري.»
د ارګ په خبره، په دې کتنه کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د دغه هېواد د ۶،۹ میلیونه ډالرو د وروستیو مرستو د یادولو ترڅنګ ویلي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره همکارۍ ته ژمن دی.
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي له نړۍ سره د اسلامي امارت پراخې اړیکې او مثبت تعامل په هېواد کې د شته ستونزو حل لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي ګل محمدالدین محمدي و ویل: « که چیرته اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، دا په نورو هېوادونو هم اغېز کولی شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم لیدلي وو او دواړو لورو د دوحې د راتلونکې ناستې او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې کړې وي.