د پکتیا اوسېدونکي وايي له درېیو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د دوی په خبره د پاکستاني ځواکونو له لوري لسګونه توغندي په کلیوالي سیمو لګېدلي او له امله یې ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
دغه نښتې د پکتیا له اریوب ځاځۍ ولسوالۍ پیل شوي او تازه ډنډه پټان ولسوالۍ ته غځېدلي دي.
اسلامي امارت تر دې مهاله د نښتو او مرګ ژوبلې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د پکتيا اوسېدونکي، امير خان هم وویل: « لس بجې چې راجګ شوم ډېر سخت جنګ و، خلکو موټر چالان کړل، لاړل د څمکنیو ولسوالۍ ته د ماشومانو او کورنۍ سره.»
د پکتيا یو بل اوسېدونکي، سیدالله هم په دې اړه وویل: « هیڅوک مو غم نه کوي، کډو واله یوخوا، ماشومان بل خوا، دومره سخته جګړه چې له حده وتلې خبره وه.»
د سيمې خلک وايي پاکستان تل د نښتو پر مهال ملکيان په نښه کوي او د دې نښتو له امله يوازې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
له نښتو سره هم مهاله په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له کوزې پښتونخوا سره نښلېدونکې د خرلاڅي دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکي، محمدانور صديقي وویل: « موږ پر دوی غږ کوو چې هر وخت تخطي کوئ نو عام خلک په توپونو مه ولئ، باید دلته د جګړې قوانین مراعت شي.»
د پوځي چارو شنونکي بيا دا ډول نښتې د هېوادونو د اړیکو په زیان بولي او ټینګار کوي، چې د دا ډول نښتو د مخنیوي په پار باید پر پولو کې مسلکي کسان وګومارل شي.
د پوځي چارو شنونکي، سرور نيازي وویل: « د حل لاره دا ده چې په پولو کې مسوول او مسلکي خلک وګومارل شي څو د دغسې بې ځایه نښتو مخه ونیول شي.»
ځینو پاکستاني رسنیو بیا په دغو نښتو کې د يوه پوځي د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.
بلخوا يوه سرچينه طلوعنيوز ته وايي، په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې پنځه افغان سرتیري هم ټپيان شوي دي.