Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه کې د افغانانو پر اړتیاوو، تېر کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر څرنګوالي او د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کېدو خبرې شوې دي.

امیر خان متقي په دغه ناسته کې ویلي، په هېواد کې څلور لسیزې جګړې د اقتصادي پراختیا د شاته پاتې کېدو لامل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل وویل: « دغه ناسته کې د افغانانو د اړتیاوو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لومړیتوبونو، تېر کې د ملګرو ملتونو د مرستو، راتلونکو پروګرامونو او د خواوو ترمنځ د پوهاوي پراختیا او همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.»

دغه غونډه کې د ملګروملتونو د بشري او پراختیايي چارو مسوول او د یوناما مرستیال ویلي، ملګري ملتونه هڅه کوي په افغانستان کې د مرستو څرنګوالي پراختیايي هغه ته بدلون وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: « د بهرنیو چارو د وزارت په غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام او له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو ته د انتقال په اړه خبرې وشوې. همدارنګه د افغانستان د خلکو اقتصادي او ټولنیز لومړیتوبونه او اړتیاوو خبرې وشوې، چې د نړۍوالو بنسټونو له لوري یې هرکلی وشو.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي که څه هم په تېرو نږدې دریو کلونو کې بشري مرستې نه دي توانیدلې چې اقتصادي بحران راکم کړي خو په اوږد مهال کې اړتیا ده چې نړیوالې مرستې تر ډیره د بیخ بناوو پر پراختیا او خلکو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري وویل: « باید یې نظریې بدلې کړو، تمرکز یې له بشري مرستو زېربنایي، نیمه زېربنایي او پراختیایي مرستو ته کړو، په دې حالت کې کولای شي ګټور اوسي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي،عبدالبصیر تره کي هم وویل:«داسې کار باید وشي چې بنسټیز وي او په ورته وخت کې کاري فرصتونه رامنځته کړي، په بېلابېلو ولایتونو کې دې لاسي صنایعو ته زمینه برابره شي، څو هغه ستونزې چې زموږ پر وړاندې را ولاړې دي له منځه ولاړې شي.»

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګروملتونو د مالي او اداري مشورتي کمېټې له غړو سره په لیدنه کې په هېواد کې له بېخ بنايي پروژو پر ملاتړ ټینګار کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه