Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په اړه د اوسلو غونډه پای ته ورسېده

د اوسلو غونډه چې، ۳ ورځې وړاندې ناروې کې د څه باندې دېرشو هېوادونو او بنسټونو د استازو په حضور سره پیل شوې وه، پایته ورسېده.

دغه غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو، د افغان کډوالو او ځینو نورو ورته مسایلو خبرې شوې دي.

د اوسلو ناستې ګډونوال، امین کریم طلوع‌نیوز ته وویل: « دغه ناسته کې د ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې د افغان نجونو د حقونو تامین، د کډوالو له ستونزو سره څه ډول چلند، په ځانګړې توګه د افغانستان له دوه ګاونډیو د دوی ایستلو او د نړۍوال بانک، اسلامي همکاریو سازمان، شانګهای کنفرانس، سارک، ایکو او داسې نورو سازمانونو سره د اوسني نظام اړیکو، او په دې وروستیو کې هغه اړیکې چې نړۍ یې له اوسني نظام سره رامنځته کولای شي، خبرې اترې شوي دي.»

اسلامي امارت د دغې غونډې د جوړېدو په غبرګون کې وايي، دغه ډول غونډې باید په هېواد کې ترسره شي؛ څو یو څه پایله ولري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « موږ غواړو چې افغانستان (د افغانستان استازی) دغه ناستو کې اوسي او له خپله دریځه دفاع وکړي او د هغو مسایلو په اړه چې مطرح کیږي خپل دریځ روښانه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي هم وویل: « کله چې له داخله دغو ناستو کې استازی نه وي، دغه ناستې ګټه نه کوي.»

د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواده بهر د افغانستان په تړاو څه باندې ۲۰ غونډې جوړې شوي خو یادو غونډو مطلوبه پایله له ځان سره نه درلوده.

شریک یي کړئ