له څه باندې یوه کال راهیسې د افغانستان او ازبیکستان لوړو پوړو پلاوو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه څه باندې شل ځلي په کابل او تاشکند کې سره لیدلي دي.
کابل کې د ازبیکستان سفیر، یادګار خواجه شادمانوف طلوع نیوز ته وايي، له افغانستان سره د ازبیکستان اړیکې تر ډېره پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو راڅرخي.
یادګار خواجه شادمانوف وویل: « په تېر یانې ۲۰۲۳ زېږیز کال کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د پلاویو څه باندې ۲۰ سفرونه شوي. د دغو سفرونو موخه د دوه اړخیزو همکاریو دوام، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا او په افغانستان کې د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې وې.»
د نوموړي په خبره، ازبیکستان په پام کې لري، په افغانستان کې په حرارتي انرژۍ او د سمنټو تولید په برخه کې تر ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونې وکړي.
په کابل کې د ازبېکستان سفیر زیاته کړه: « لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د نړۍوالې ټولنې له لوري د ازبیکستان پر رسمیت نه پېژندلو له امله، موږ تر ډېره له افغانستان سره د اقتصادي مسایلو په برخه کې تمرکز کړی، او د اقتصادي مسایلو په تړاو مو ډیرې همکارۍ کړې دي.»
یادګار خواجه شادمانوف دغه راز د قوشتېپې کانال په اړه وایي، هېواد یې د دغه کانال د جوړولو مخالف نه دی خو په پرمختللې توګه د دغه کانال د جوړولو غوښتونکی دی.
هغه په دې اړه وویل:« دولتونه د سرحدي سیندونو له اوبو د ګټنې ګډ حق لري، البته موږ په دې پوهیږو، افغانستان هم کولای شي د امو سیند له اوبو ګټه پورته کړي او د دغه هېواد له لوري د امو سیند د اوبو له ګټنې سره مخالف نه یوو، خو په پرمختللې او اصولي توګه د دغه کانال د رغولو غوښتونکي یوو.»
د ازبیکستان سفارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ زېږیز کال کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې او د دواړو هېوادونو مسوولین تر ۲۰۲۵ زېږیز کال یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته د دغې شمېرې د رسېدو پلان لري.