Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې له پاکستاني لوري سره نښته کې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا کې د ډېورنډ فرضي کرښې تر څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. 
 
پکتیا کې د کرښې تر څېرمه ډېرې کورنۍ د نښتو له امله ډېر د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. 
 
د قربانیانو د کورنۍ غړي، حمیدالله وویل: « له درې ورځو راهیسې له پاکستاني لوري مرمۍ دې خوا ته توغول کیږي، کور کې مو مېلمه وه او دغو توغندیزو بریدونو کې یو مېلمه هم ټپي شو.»

بې ځایه شویو، ظاهر وویل: « د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښته روانه ده او موږ هم بل ځای کې کور نیولی او له دې ځایه ځو.»

یو بل بې ځایه شوي، عبدالخالق هم وویل:« جګړه دوام لري او ټولو خلکو له څارویو سره کډه وکړه.»

د سيمې خلک وايي له پاکستاني لوري توپونه د ملکي وګړو پر کورونو او بازارونو لګيدلي چې د ځاني زيان سربېره يې خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

د پکتیا اوسېدونکي، جمعه ګل وویل: « درې ورځې کیږي چې له پاکستاني لوري توغندي دې لوري ته توغول کیږي، خلک یې در په در کړل، خلک و وژل شول.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکي، سیدمحمد هم وویل: « ټول دفترونه زیانمن شول، ټول مارکیټونه په بشپړه توګه ویجاړ شول.»

د تېرې اونۍ له دوشنبې ورځې راهيسې د پکتيا په اريوب ځاځيو او ډنډ پټان ولسواليو کې پر ډيورنډ فرضي کرښه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې روانې دي.

د دې نښتو او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه د اسلامي امارت مسوولينو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ